د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سماء ټي وي مایاخان پر شخصي ازادي ګوزار کولو


د سماء ټي وي مایاخان
د سماء ټي وي مایاخان
په پاکستان کې د یو شخصي تلویزون سما له خوا د سهار د خپرونو د یوې کوربنې مایاخان ویستل کیدو او د هغې د خپرونو بندیدو ته خلک د ازاد خیالو د بریا نوم ورکوي. په دې خپرونه کې به کوربنه د کمره مین او میکرافون سره ولسي پارکونو او باغونو ته تله او دهغو نجونو او هلکانو نه به یې پوښتنې کولې چې له کوره په غلا دمینې په راز او ناز بوخت وو.

په پروګرام کې ښودل کیږي چې مایاخان یوې نجلۍ او هلک سره خبرې کوي ، هغوی ته وايي چې کېمره او میکرافون بند دي، هغوی دواړه ورته وايي چې چنغله او چنغول دي خو نه غواړي په تلویزون ښکاره شي ، خومایا ورپسې وي او غواړي هغوی د تلویزون په پرده نورو ته ښکاره کړي.
نجیبه فیض
نجیبه فیض

پیژندل شوې پښتنه اداکاره او د خپرونو کوربنه نجبیه فیض وايي هیڅوک دا حق نه لري چې دچا شخصي ژوند ته په دې توګه ور ننوووځي :
((دابده خبره ده ، که زه په پارک کې د خپل فامیل د غړو سره یا د بل چاسره ناسته یم او څوک دکیمرې سره زمامخې ته راشي او داسې سلوک راسره وکړي نو لازمي خبره ده چې دا به په ما ښه نه لګیږي. ))

دمایاخان ددې خپرونې پرضد په فیس بک او ټویټر باندې ډیرې لیکنې خپرې شوې او د پاکستان د رسنیو سره تړلو مهمو لیکوالو یې پرضد لیکنې وکړې. همدارنګه سماء تلویزون ته هم شکایت نامې ولیږل شوې ، او داسې نظرونه هم مخې ته راغلل چې مایاخان ځان نه د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کس جوړ کړی او د مذهبي پولیسو په بڼه خلک ازاروي. اوس پوښتنه داده چې رسنیو ولې سخت دریخۍ ته لاس واچولو ، ددې په ځواب کې کارپوه عقیل یوسف زی وايي :
(( دوه زرم کال نه پس پاکستان کې د شخصي تلویزونو زغل شروع شو او هغه کسان په کار وګومارل شول چې ناتجربه کاره و و ، دوی په هغو موضوعاتو هم خپرونې جوړې کړې چې جوړول یې ضروري نه وو. ))

عقیل یوسفزی
عقیل یوسفزی

سما تلویزون د تیر خالي په ورځ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وویل دوی د مایاخان پروګرام بندوي او د هغې په ګډون ددې خپرونې ټول کارکونکي له دندې لرې کوي ځکه چې نوموړې د جنورۍ په اولسمه نیټه د خپرې شوې یوې خپرونې په لړ کې د بخښنې غوښتلو نه په سر کې انکار وکړ خو بیا د تلویزون په پرده یې هم دومره وویل چې مقصد یې د خلکو د زړه ازارول نه وو او نه همدا چې څوک دې وژړوي.

په پاکستان کې په دوه زرم کال کې یوازې یو سرکاري ټي وي چینل و چې هغې هم څلیریشت ساعته خپرونې نه کولې خو نن سبا په دې هیواد کې د اتیاوو نه زیاتې ازادې چینلې کار کوي چې داداکارې نجیبه فیض په وینا دوی د خلکو د پام د راګرځولو په مقصد دا ډول پروګرامونه جوړوي لکه مایاخان چې به جوړول په پاکستان کې ازاد خیاله خلک لږکي دي او دوی ته په لږو موقعو کې بریاوې تر لاسه کیږي خو د سما تلویزون پریکړې ددوی مورال لوړ کړی دی.
XS
SM
MD
LG