د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره بې خونده خو لازمي خبرې



دي انډیپینډنټ ورځپاڼې په دې شننه کې لیکل شوي چې په افغانستان کې دسولې دخبرو اترو په لړ کې د طالبانو د مشرانو سره میلاویدو لپاره د افغان حکومت رضا کیدل د ستاینې وړ دي. او که څه هم هغه ډله چې په تیروخت کې یې ډیره دردونکې او ځپونکې واکمني کړې او په مستقبل کې هم کیدې شي، چې هغه ډول واکمني وکړي هغوي سره خبرې اترې ښه احساس نه ورکوي.خو دا یو تاریخي حقیقت دې چې یاغیتوب ختمول او امن راوستل یوازې د خبرو اترو له لارې امکان لري.

دي انډیپینډنټ ورځپاڼه لیکي چې په دې اړه لاهم یو شمیر خبرې په ناسم لور تلای شي. حتا چې په قطر کې د سولې دخبرو اترو لپاره د دفتر خلاصولو پورې افغان طالبانو ددغه هېواد موجوده حکومت د یو جایز حکومت په توګه نه دی منلی. بلخوا افغان ولسمشر حامد کرزي هم په دې خبرو اترو کې د امریکا او قطر د برلاسي توب مخالفت کړی. خو ممکنه ده چې په سعودي عرب کې د دواړو خواو د ملاقات وروسته ښه نتیجې رامنځ ته شي.

>><<<<<<<<<<<<<<<<<<>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>


بلخوا وال سټریټ جورنال پخپله یوه مقاله کې وايي د ایټمي توانايي د نړیوالې ادارې آی اې اي اې پلټونکي د ایران درې ورځنۍ سفر په داسې حال کې کوي چې ددغه هېواد د خپل لانجمن ایټمي پروګرام په سر دغربي نړۍ سره کړکیچ زیات شوی دی .

غربي نړۍ غواړي چې د نوي بندیزونو په نتیجه کې د ایران ایټمي پروګرام بند کړي بلخوا ایران دهړکه ورکړې چې په جواب کې به یې د تیلو وړلو مهمه لاره د هرمز تنګۍ بند کړي.

ورځپاڼه لیکي ممکنه ده چې ددې پلټنې نتیجې به د ایران د ایټمي پروګرام خلاف د امریکا اوغربي نړۍ په پالیسۍ کې لويي بدلون راولي. هلته ایران وايي ایټمي پروګرام یې د پرامنه مقاصدو لپاره دې او نه یې بندوي.

ورځپاڼه لیکي کیدای شي چې دغه پلټونکي په قُوم ښار کې د ایټمي توانايي لپاره د ایران نوي مرکز دوره هم وکړي چې په اړه یې ویل کیږي اوس اوس پکې کار شورو شوی او که څه هم ډیر لوی مرکز نه دی خو جدید آلات پکې لګول شوی دي.

وال سټريټ جورنال د آی اې اي اې د ایران څانګې د مشر هرمین چې ددغه پلټونکو مشري کوي، په حواله لیکي نوموړي په ډاګه ویلي، غواړی چې ایران په دې پلټنه کې د هغوي ټولو اندیښنو ته جواب ووايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG