د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شاعر ګل نذیر منګل شعرونه ورېږي


 شاعر ګل نذیر منګل
شاعر ګل نذیر منګل
مشال راډیو شاعر ګل نذیر منګل میلمه کړی . څلور دیرش کلن ګل نذیر منګل د کرمې ایجنسۍ د (( ترې منګل )) سیمې سره تړاو لري او دولس کاله وړاندې دخپل شوق له مخې په دې وتوانیده چې هنرمندې نغمې ته په پېښور کې مخامخ شي او ورته خپل لیکلي شعرونه په دې هیله ور وسپاري چې ورته یې سندریز کړي.

جوهر شناسې نغمې دګل نذیر منګل کلام ته په درنښت وکتل او په یوه کیسټه کې یې ورته ریکارډ کړل او له هغې تر دغې دده هنري سفر روان دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


دنغمې ترڅنګ د هغه شعرونه نازیه اقبال ، بهرام جان ، امین الفت ، قندې کوچۍ او نورو ښاغلو او اغلو هنرمندانو ویلي دي.

ګل نذیر منګل وايي دده د شاعرۍ کتاب ( د سپین غر بادونه ) په نوم چاپ شوی او درې سوه کیسټونو ته یې شاعري کړې ده.

دشاعر ګل نذیر منګل سره د نجیب عامر بنډار چې د مشال راډیو اوریدونکي هم پکې شامل دي تاسو دلته په غږ کې هم اوریدلی شئ.
XS
SM
MD
LG