د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل ته د حنا رباني کر سفر به څه پایلې ولري


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر

کابل او اسلام اباد باید د حنا له سفره مثبتې ګټې ترلاسه کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر په داسې حال کې کابل ته روانه ده، چې له تیرې څه مودې راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي اړيکو کې رامنځته شوې خلا لا هم پر خپل ځای پاتې ده، خو ځينې پاکستاني کارپوهان په دې باور دي، چې په قطر کې د امريکا د متحدو ایالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ پيليدونکې خبرې ددې باعث شوې چې کابل او اسلام اباد په سمدستي ډول په خپلو کې سره نژدې شي.

په پيښور کې د انګليسي ژبې دي نيوز ورځپاڼې مدير رحیم الله یوسفزی، چې پر اړوندو چارو ژور نظر لري وايي، د افغانستان و پاکستان دولتونه په دې خبره ناخوښي دي، چې ولې د قطر په پروسه کې له پامه غورځول شوي او همدا وجه ده چې اسلام اباد په سمدستي توګه له کابل سره په لوړه کچه د اړیکو نیولو پریکړه کړې :

((افغانستان و پاکستان له دې خبرو څخه لرې ساتل شوي، خو دغه دواړه ، چې د قضيې اصلي لوري دي هڅه کوي چې له اصلي اجنډا ځان خبر کړي او په هر ډول چې وي په دې بهیر کې ځانونه شامل کړي.تر کومې چې ماته معلومه ده دا خبرې خو د امريکا او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه پيل شوي او جرمني هم څه ناڅه رول پکې لري))

د ځینې راپورونو له مخې په قطر کې پيليدونکې خبرې راساُ د امريکا او وسله والو طالبانو ترمنځ کیدونکي دي، چې تر یو حده د جرمني هیواد هم پکې رول لري.

پاکستان، چې د افغانستان په قضیه کې مهم اړخ بلل کیږي او تل يې په راتلونکي سیاسي بدلون کې د ډیرو امتیازاتو غوښتنه کړې څو ورځې وړاندې په پيښور کې یو څو تنه هغه الماني ديپلوماتان ونیول، چې د امنيتي ادارو په خبره ناقانونه فعالیتونه يې ترسره کول.

یوسفزي ددې پوښتنې په ځواب کې، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې او روغې جوړې خبرې به د افغانستان و پاکستان له ګډون پرته څومره ګټورې وي، وویل :

)) ښکاره خبره ده، چې دکابل او اسلام اباد له ګډون پرته دا مسله نشي حلېدای ځکه چې اصلي مشکل په همدې دواړو هیوادونو کې پيښ دی، زما په نظر دوی ته به هرومرو څه ناڅه کردار ورکړل شي))

د کابل او اسلام ترمنځ سیاسي اړيکې، چې پخوايې هم چنديانې مزه نه وه په تیرو لسو کلونو کې مختلفو پړاوونو ته داخل شوي، که څه هم ویل کیږي، چې دواړه لوري د سړو اړیکو د رغونې هڅې کوي، خو له یوې خوا پاکستان په افغانستان کې د هندوستان حضور د ځان لپاره زیان ګڼي نو بل پلو افغانستان په پاکستان کې د خپلو وسله والو مخالفینو پر فعال حضور خوابدی دی.

د پيښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې رییس پروفیسر ډاګتر اعجاز خټک د همدې خبرو په تناظر کې وايي، اوس ددې وخت رارسیدلی، چې کابل او اسلام اباد زړې ګيلې او ناندرۍ شاته پریږدي او د خپل روښانه او با ثباته راتلونکي لپاره له نوي سره مثبت ګامونه پورته کړي :

(( مهمه خبره دا ده، چې که دوی په خپله تګلاره کې یو څه نرمي راولي او په مثبت ډول یو له بل سره وغږيږي او ټولې اختلافي مسلې په دوستانه فضا کې سره مطرح کړي نو لرې نه ده چې سړې اړيکې په دوستۍ بدلې شي.بل پلو که وګورو نو د قطر خبرې اترې، له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل او نورې ډیرې داسې خبرې شته چې دواړه هیوادونه بايد زړې کیسې شاته پریږدي او د دوستۍ نوی باب پرانیزي. دا سمه ده، چې پخوا هم اړیکې دومره ښه نه وې خو په دې وروستیو کې ډیرې خرابې شوي))

افغان دولت او لويديځ هیوادونه پاکستان د وسله والو طالبانو تر ټولو نژدې ملاتړی هیواد ګڼي او وايي، چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفین تر ډيره د اسلام اباد له لوري حمایه کیږي.

خوپه دې وروستیو کې د طالبانو او متحدو ایالاتو ترمنځ نيغ په نیغه اړيکي ښيي، چې ددې ډلې مهم مشران اوس د پاکستان له واکه وتلي دي.

بلخوا داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې افغان دولت د پاکستان په مرسته له ځينو هغو طالبانو سره چې لا هم له پاکستان سره ښه اړيکې لري دسعودي عربستان په منځګړتوب د نویو خبرو پيلولو هڅې پيل کړي. خو یادو لوريو له خوا لا په رسمي ډول په دې باب څه نه دي ویل شوي.
XS
SM
MD
LG