د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تخت بای د چیني مل ولې تړل شوېدی؟


مل ځکه ولاړ دی چې کروندګر د مل پرځاۍ ګاڼو ته ګني وړي.
مل ځکه ولاړ دی چې کروندګر د مل پرځاۍ ګاڼو ته ګني وړي.

په ۱۹۳۷ز کال کې جوړ شوی، د تخت بۍ د بورې ژرنده یا شوګر ميل له خوا او شا يوولسو کلونو راهيسې ولاړه ده.

اسرار عالم مهمند- پراګ

په ۱۹۳۷ز کال کې جوړ شوی، د تخت بای د بورې ژرنده یا شوګر ميل له خوا او شا يوولسو کلونو راهيسې ولاړه ده.


خيرالله بابو چې په دې ژرنده کې له دوه څلويښت کالو کار کړی دی.نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل له دې ژرندې سره د زرګونو خلکو روزګار تړل شوې وو خو اوس ولاړه ده او په سلګونو کورنۍ متاثره شوي دي.

خو دغه ژرنده یا مل ولې بند کړل شوی دی. په دې اړه خيرالله بابو وايي د مل مالکانو او د مزدورانو اتحادیې د مشرانو په ګډ سازش باندې د بورې یا چیني جوړولو دغه لویه ژرنده وتړل شوه. او ددې مالکانو د زياتې ګټې ترلاسه کولو لپاره د مل زمکه خرڅه کړه.

ګوړه تر بورې زیاته ګټه کوي ځکه خلک اوس خپل ګني ګاڼو ته وړي
ګوړه تر بورې زیاته ګټه کوي ځکه خلک اوس خپل ګني ګاڼو ته وړي

خو د تخت بۍ په دې مل کې يو بل کارکونکې حميدالله بابو د خېرالله بابو خبره رده وي او وايي ،مل ځکه ولاړ دی چې کروندګر د مل پرځاۍ ګاڼو ته ګني وړي.

په تخت بۍ کې د چترال کلي يو کروندګر محمد جميل وايې ګوړه ډيرې پېسی کټي نو ځکه هغوی د مل پرځای خپل ګني ګاڼۍته وړي.

اقتصادي کار پوه اکرام هوتي وايې پکار ده چې پاکستان حکومت د بهر نه د زياتې چينۍ راوړلو پرځاې د پاکستان دننه د ميلونو چيني استعمال کړي نو دارنګ به له دې سره د ملونو مالکانو ته ګټه ورسيږي او ورسره به زميندار او مزدوران هم ښه شي.
XS
SM
MD
LG