د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا :په زرګونه خلک مصنوعي غړو ته اړ دي


د باجوړ ۱۳ کلن اسحاق خان په مڅکني ماین کې خپله پېښه باییلې ده. د پېښور د سره صلیب د نړیوالې کمېتې په یوه هسپتال کې یز درملنه شوې.
د باجوړ ۱۳ کلن اسحاق خان په مڅکني ماین کې خپله پېښه باییلې ده. د پېښور د سره صلیب د نړیوالې کمېتې په یوه هسپتال کې یز درملنه شوې.

انټر پريس خبري اژانس په خپله يوه مقاله کې ليکي چې له تېرو لسو کلونو راهسې د ترهګرۍ ضد جنګ کې په پاکستان کې په زرګونو خلک په بمي چاودنو او ځان مرګو بمي بريدونو کې معذوره شوي دي. او اوس حکومت غواړي چې ددغو معذورانو د علاج لپاره یو ځانګړی هسپتال جوړ کړي.

انټر پريس خبري اژانس ته په پيښور کې د حيات آباد ميډیکل کمپلیکس د فزيوتېراپي څانګې مشر ډاکتر محبوب الرحمان ويلي دي چې د هسپتال جوړولو پدې پلا ن به د روان کال د مارچ په مياشت کې کار شروع کیږی.

هغه وايي چې ددې پلان پیل به د هغو خلکو د نومونو راغونډولو نه کېږي چې په قباييلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې په شوو بمي چاودنو او ځان مرګو بريدونو کې معذوران شوي دي. ډاکټر محبوب الرحمان زياتوي چې د دغه ترهګرۍ ځپلو خلکو لپاره د يو ځانګړي هسپتال ضرورت ځکه دی چې دوی له مستقلې معذورۍ بچ کړي .

ډاکټر محبوب ددې مقالي ليکونکې اشفاق يوسفزي ته ويلي دي چې په تيره لس کلن تاوتریخوالي او تشدد کې په زرګونو هغه خلک چې زخميان شوي دي دا مهال مصنوعي پښو او خصوصي علاج ته اړتيا لري، چې هغوی بيا د ګرځېدو او کار کولو جوګه شي.

اژانس د ډاکټر محبوب له خولي ليکي چې له حکومتي هسپتالونو نه د راټولو شویو شميرو له مخې په تيرو لسو کالو کې د ترهګرۍ په پيښو کې تقريبا ۳۵ زره خلک وژل شوي ، ۶۰ زره زخميان او پدغو کې ۱۰ زره داسې خلک دي چې دا مهال مصنوعي غړیو ته ضرورت لري.

دغه اژانس ته په پيښور کی د ليډي ريدنګ هسپتال د هډوکو يو ماهر ډاکتر محمد حاریث ويلي دي چې د روانې جګړې له امله يو شمير ښځو، ماشومانو او بوډاګانو لاسونه او پښې بايللې دي او اوس نه شي ګرځېدای.

ډاکټر حارث اژانس ته ويلي دي چې دغو معذورانو ته اوس د ويلچېرز، ډانګورو او د يو شمير نورو مرستو ضرورت دی ، خو په دوی کې ګڼ شمیر غريبانان دي نو د داسي ډول ګران علاج خرچه نه شي برداشتولای. او له دې سره سره هغوی ته دا مالومات هم نشته چې داسې علاجونه په کومو حکومتي هسپتالونو او دهډوکو په ورکشاپونو کې کیږي.

اژانس د شمالي وزيرستان د ۲۲ کلن عرفان الله له خولي ليکي چې دی د معذورانو لپاره د يو ځانګړي هسپتال ددغه منصوبې پیلېدو په انتظار دی.

عرفان الله د تير کال د اکتوبر په مياشت کې په يو راکټي بريد کې له دواړو پښو محرومه شوی دی. دی وايي مصنوعي پښو ته سخته اړتيا لري چې بیرته د میوو خپل دکان پرانيزي. دي وايي د هغه تر ټپي کېدو يوه مياشت مخکې یې پلر هم زخمي شوی وو چې بيا ترې ډاکټرانو پښه غوڅه کړه او اوس هغه هم يوې مصنوعي پښې ته ضرورت لري.

اژانس له سوات سره تعلق لرونکې د درو بچو د يوې مور ۳۸ کلنې شګفتې له خولي ليکي چې که دې ته هم مصنوعي پښه ولګول شي نو له کټه به پاڅي.

شګفتې اژانس ته د ځان د زخمي کېدو په اړه ويلي دي چې دا يوه ورځ د خپل کور په غولي کې ناسته وه چې وسله والو طالبانو ددې کور ته يو لاسي بم ور وغورزولو او ددې ښۍ پښه یې والوزوله.
XS
SM
MD
LG