د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اکبربوګټي د وژني ذمه وار مشرف دی. شجاعت حسین


 پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ ق ډلې مشر چودري شجاعت حسین او جنرل سیکرټري سیدمشاهیدحسین په کوټه کې خبري کنفرانس کوي
پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ ق ډلې مشر چودري شجاعت حسین او جنرل سیکرټري سیدمشاهیدحسین په کوټه کې خبري کنفرانس کوي
خدای نور ناصر - کوټه

د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ ق ډلې مشر چودري شجاعت حسین د یکشنبې په ورځ د کوټې په هوايي ډګر له رسنیو سره په خبرو کې وویل. د وژل شوي بلوڅ مشر او د بلوچستان د پخواني وزیراعلی نواب اکبرخان بوګټي د وژني ذمه واره ددوی ګوند نه، بلکې پخپله د هغه وخت واکمن پروېز مشرف دی.

ددې پوښتني په ځواب کې چې د پاکستان اوسني وزیراعظم
ویلي، که مشرف بیرته پاکستان ته راشي، په سمدستي توګه به ونیول شي. چودري شجاعت يې په ځواب کې وویل

؛قانون ته دې وکتل شي. موږ دا نه وايو چې له يوه سیاسي کس سره دي هم زیاتی وشي. خو که قانوني کیسه وي. نو موږ څه نشو په کې ویلای. تر ټولو مهمه دا ده چې که هغه راشي نو نیول کېږي. که هغه راځي نه نو نیول به له کومې خوا وي؛

د خبریالانو ددې پوښتني په ځواب کې چې په تیر وخت کې ستاسو ګوند د هر امر ملاتړ کړی. د یاد ګوند جنرل سیکرټري سیدمشاهیدحسین وویل. د امریت نه بلکې د جمهوریت لپاره ددوی ګوند ښه کردار ترسره کړی دی .

؛د جمهوریت د ټینګېدو لپاره نن هم تر ټولو مهمه ونډه د دوی ګوند لري. او نظام يې پر مخ بیولی. زما په فکر ټولو سیاسي ګوندونو دا خبره منلې ده؛

که څه هم چودري شجاعت د پروېز مشرف په اړه وویل چې قانون څه وايي هغه دي ورسره وشي. خو پخپله دده د ګوند او دبلوچستان د پخواني وزیراعلی جام محمد يوسف، او د هغه وخت دبلوچستان د کورنیو چارو وزیر شعیب نوشېرواني په اړه يې هیڅ هم ونه ویل. خو د نواب اکبرخان بوګټي د وژني په کیس کې د پروېز مشرف په شمول جام محمديوسف، شعیب نوشېرواني، او د هغه وخت دبلوچستان ګورنر اویس احمد غني نومونه هم شامل دي.

یاده دې وي ، چې په بلوچستان صوبه کې امنیتي حالات له هغه وروسته خراب او ځينو بلوڅانو په وسله واله مبارزه لاس پوري کړ، چې په ۲۰۰۶ میلادي کال د بلوچستان پخوانی وزیراعلی نواب اکبر خان بوګټی د هغه وخت د پوځي امر جنرل ريټایرډ پروېز مشرف په واکمنۍ کې په پوځي عملیاتو کې ووژل شو. او په هغه وخت کې د پروېز مشرف تر ټولو لوي حمایتي ګوند پاکستان مسلم لیګ ق وو. چې په هم دې واکمنۍ کې چودري شجاعت حسین د دریو میاشتو لپاره د پاکسان وزیراعظم هم پاتې شوی وو.
XS
SM
MD
LG