د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور هوايي ډګر د باچا خان به نامه نومول


بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو

ملت پاله ګوند ، عوامي نشنل پارټۍ چې کله د ۲۰۰۸م کال په ټول ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته په واک کې راغله نو یې یو پلو په مردان کې د عبدالولي خان په نامه پوهنتون جوړ کړ ، بیا یې د پښتنو د اوږدمهالې غوښتنې له مخې د صوبې نوم په خیبرپښتونخوا بدل کړ او اوس یې د پېښور هوایي ډګر هم په رسمي توګه د باچاخان په نوم نومولی دی.

د خیبرپښتونخوا د مردان خلک د دې ترڅنګ چې پوهنتون لري په دې هم خوشاله دي چې دا پوهنتون د پښتنو د یوه قامي مشر عبدالولي خان په نامه دی.

په پاکستان کې د مېشتو پښتنو ترڅنګ د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې اوسېدونکو پښتنو هغه ورځ په ګډه ولمانځله کله چې د هغه وخت صوبه سرحد په خیبرپښتونخوا ونومول شو.

هم دا ډول د کوټې د ښار مشهوره څلور لاره چې مېزان چوک به یې ورته ویل په روانه میاشت کې د باچاخان په نوم کړل شوه.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین
او اوس د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د پېښور نړیوال هوايي ډګر هم په رسمي توګه د پښتنو د قامي مشر باچا خان په نوم کړ. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر میا افتخار حسېن مشال ریډیو ته وویل چې لومړی په دې اړه به صوبايي اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې او په اکثریت سره منظور کړل شو. له هغه وروسته د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني پرې لاس لیک وکړ.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر او تاریخ پوه عبدالرحیم مندوخېل وايي چې د نړۍ قامونه خپل مشهور ځایونه د دې لپاره د قامي مشرانو په نومونو نوموي چې خلکو ته یې وروپېژني.

عبدالرحیم مندوخېل له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې له بده مرغه په پاکستان کې د هغه په خبره پر ټولو مظلومو قامونو او په خاصه توګه پر پښتنو د نورو نومونه ورتپول شوي دي.

هغه وویل چې په پښتون وطن کې دومره اتلان اوسېدلي دي چې نړۍ په ښایسته وه خو د پښتنو د ښارونو او نورو ځایونو نومونه اوس هم پردي دي.

عبدالرحیم مندوخېل د عوامي نېشنل ګوند دا ګام وستایلی چې د پېښور هوايي ډګر یې د باچاخان په نوم کړ خو د هغه په خبره د باچاخان نوم د یوه هوايي ډګر تر نامه په بیخي ډېر څه ارزي. هغه ځکه چې د باچاخان او خان شهید عبدالصمدخان اڅکزي په رنګه په زرګونه اتلان شته چې په کار دی و ټولو پښتنو ته ور وپېژندل شي.

د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند مرستسا مشر عبدالرحیم مندوخیل
د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند مرستسا مشر عبدالرحیم مندوخیل
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر میا افتخار حسېن د عبدالرحیم مندوخېل د دې خبرې په اړه وویل چې دوی ټولو اتلانو ته درناوی لري او د هغه په خبره صمدخان اڅکزی د پښتنو مشر وو او دوی به هڅه کوي چې د هغه او نورو په نومونو هم ځایونه ونوموي.

په پاکستان کې ډېر سیاستوال او عام خلک د ملت پالو له داسې ګامونو سره نه یوازې اختلاف لري بلکه کې تر خپله وسه یې د مخنیوي هڅې هم کوي.

نو ځکه به د ډېرو خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنه وي چې ایا د پېښور پر هوايي ډګر به د باچاخان نوم د تل لپاره پاتې وي او که به یې په راتلونکي کې نور حکومتونه بیرته بدل کړي؟

میا افتخار حسېن وویل چې دا له قانوني لارې اېښودل شوی دی او د هغه په خبره که یې چا د بدلولو هڅه وکړه نو د ملک لپاره به ښه پایلي ونه لري. هغه زیاته کړه چې نومونه د لنډ وخت لپاره نه بلکه د تل لپاره اېښودل کیږي.

باچاخان د پښتنو په تاریخ کې یو داسې شخصیت تېر شوی دی چې د هغه پر ژوند او مبارزه په نړۍ کې په لوی شمېر نه یوازې کتابونه لیکل شوي بلکه فلمونه او لویې غونډې ورباندې جوړې شوي دي. خو دا لومړې ځل دی چې د پاکستان په څلور شپېته کلن تاریخ کې یوازې د پېښور هوايي ډګر په حکومتي کچه د هغه په نوم ونومول شو.
XS
SM
MD
LG