د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار او خوست کې د کانکور آزموينې


په جلال اباد کې د کانکور آزموینې یو عکس
په جلال اباد کې د کانکور آزموینې یو عکس


بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: دا ازموينه چې درې ورځې به دوام وکړي، له ٩٦٣٣ تنو شاګردانو څخه به په کې ازموينه اخيستل کيږي او ٢٠٩٠ تنه شاګردان به په بيلابيلو پوهنځيو کې جذبيږي.

د ازموينې تر پيلدو د مخه د ننګرهار پوهنتون ريس صابرخان مومند خبريالانو ته وويل چې د شفافي ازموينې د ترسره کيدو په موخه يې د ملي امنيت او امينه قوماندانى له منسوبينو څخه مرسته غوښتې ده. ده وويل:

(( د کانکور دا ازموينه به درې ورځې دوام کوي چې له ٩٦٣٣ تنو شاګردانو څخه چې ٧٠٠ تنه په کې ښځينه دي، ازموينه اخلي چې ٢٠٩٠ تنه شاګردان به بيلابيلو پوهنځيو کې ترينه جذبيږي. د ازموينې د شفافيت په خاطر مو د ملي امنيت او پوليسو څخه مرسته غوښتې او هغوى د ازموينې صحنه او ټول بهير تر پايه له موږ سره په ګډه څاري.))

د بختيار په نوم يو تن شاګرد وايي چې د کانکور له پاره يې د تير يوه کال راهيسې تياريانې نيولې دي. دۍ غواړي چې د خپل لياقت په اساس ورته نمرې ورکړى شي. له چارواکو څخه هيله لري چې په حق کې يې زياتي ونه شي او تمه لري چې د خپلې خوښې پوهنځي ته به بريالى شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ډاکټر لعل محمد درانى هم له استادانو څخه غواړي چې شاګردان په ارامه فضا کې پريښودى شي چې خپلې سوالونه په سمه توګه حل کړي.

دى زياتوي چۍ تيرکال د لوړو زده کړو وزارت ننګرهار پوهنتون ته له کانديدو شاګردانو سره د مور ميرى سلوک کړى واو که سږکال هم ور سره زياتي وشي، دوى به چوپ پاتې نه شي. او د شاګردانو غږ به تر لوړپوړو چارواکو پورې ورسوي.


نقیب الله متونوال - خوست

په خوست کې له هغو نږدې درو زرو زده کوونکو، چې له دوو لسمو ټولګيو فارغ او غواړي په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې وکړي، د کانکور ازموينه واخيستل شوه.دا کسان به په ازموينه کې له بريالي کيدو وروسته د افغانستان په پوهنتونونو کې شامل شي.

په دغه ازموینه کې، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د يوه پلاوي له خوا د خوست په شېخ زید پوهنتون کې واخيستل شوه شاوخوا دريو زرو زده کوونکو ګډون وکړ، چې له ٤٠ تنه نجونې دي.


د خوست شیخ زید پوهنتون لپاره د کانکور آزموینې اخیستل کېږي
د خوست شیخ زید پوهنتون لپاره د کانکور آزموینې اخیستل کېږي

د خوست شېخ زید پوهنتون ریس دکتورګل حسن وليزي د ازموینې د پیل پرمهال له خبریالانو سره په خبروکې وویل، چې د دوی د ازموینې بهیر منظم او شفاف دی.

وليزي زياته کړه، چې سږکال د تېر پرتله د جذب ګنجاييش هم زیات دی او په خبره یې، چې تېرکال شاو خوا ۱۸۰۰ زده کوونکي د خوست شېخ زاید پوهنتون ته بریالي شوي وو، او دا ځل به له ٢٠٠٠ څخه زيات وي.

د وليزي په وینا چې سږکال به په ازموینه کې څه باندې درې زره تنه فارغ زده کوونکي ګډون وکړي چې په دې کې٤٠ تنه نجونې هم شاملې دي.

بله خوا د ازموینې ګډونوالو هم د ازمویني له بهیره خوښي څرګنده کړه او ویې ويل، چې تر اوسه ورته کومه ستونزه نه ده پیدا شوي. او دوى هيله من دي، چې بريالي به شي.
د خوست شیخ زید پوهنتون یوه منظره
د خوست شیخ زید پوهنتون یوه منظره

په دې ازموينه کې هغه زده کوونکي هم، چې له تېرکال څخه پاتې وو برخه واخيسته.

د خوست شېخ زید پوهنتون نږدې نهه کاله وړاندې له پيښوره را ليږدول شوى افغان پوهنتون دى، چې په خوست کې د متحده عرب امارتو لخوا ورته د ودانيو په جوړولو سره د شيخ زايد پوهنتون نوم ورکړل شو؛ او دا مهال په لسو پوهنځيو کې له ٤٠٠٠ زيات محصلين زده کړې کوي، چې سږ کال به دا شميره نږدې شپږ زرو ته لوړه شي
XS
SM
MD
LG