د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له افغانستان سره به مو اوږدمهاله اړیکي وي"


د بریتانییا وزیراعظم ډیویډ کیمرون د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره روغبړ کوي.
د بریتانییا وزیراعظم ډیویډ کیمرون د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره روغبړ کوي.
د برتانییا وزیراعظم ډیویډ کېمرون د دې خبرې پخلی کړی دی چې د ۲۰۱۴ م کال تر آخره به د ټاکل شوي پلان سره سم خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

نوموړي دا خبرې له لندنه بهر په خپله ماڼۍ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ملاقات وروسته کړی دی.

د کېمرون په خبره کېدای شي خپل ځواکونه له ۲۰۱۴ م کال تر پای مخکې ویستل پیل شي، او له دی سره به اړه لري چې افغان امنیتي ځواکونه د امنیت چاری په لاس کې څنګه سنبالوي.

زه نه غواړم په ۲۰۱۴م کال د پاڼ پر سر غوندې حالت ووینم کله چې ټول پاتې سرتیري په یو ځل راووځي ،خو د اوس او تر ۲۰۱۴م کال پورې د سرتېرو کمول په ښکار توګه د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې افغان ځواکونو ته له واک سپارلو سره تړلې ده.


کرزي او کېمرون تیره ورځ د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ چې له مخی به یې له افغانستانه برتانوي ځواکونه د وتلو وروسته هم دواړه هیوادونه په ګډه کار کوي.

د کېمرون په خبره د ۲۰۱۴ م کال وروسته هم برتانییا له افغانستان سره اوږد مهاله تعلقات ساتل غواړي.

برتانییا په افغانستان کې نهه نیم زره پوځيان لري چې زیاتره د هیواد په جنوبي برخه کې ځای پر ځای شوي دي.
XS
SM
MD
LG