د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : ۲۴ تنه له چونکو توکو سره نيول شوي



سید شاه سقیم - کندهار

افغانستان : د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو څو ورځو کې يې د کندهار په ښار او ولسواليو کې ګڼ شمېر هغه کسان نيولي چې د سړک پر غاړو يې ماينونه ښخول او خلک يې وژل .

پوليس وايي له نيولو شويو کسانو سره يې وسلې او چاودېدونکي توکي هم نيولي دي.

د کندهار د امنيت امر رحمت الله د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې تېره اونۍ د کندهار د پاره ارامه اونۍ وه او د ناامنيو چندان پېښې هم نه دي پکې شوې .

دى وايي پوليس يې شپه او ورځ هڅه کوي چې په ښار او ولسواليو کې امنيت ټينګ کړي.

دنوموړي په خبره تېره اونۍ يې پوليسو په ښار او ولسواليو کې د دولت لس تنه وسله وال مخالفين له وسلو او چاودېدونکيو توکو سره نيولي او لس نور يې بيا له قانون څخه د سرغړونې په تور نيولي دي چې ټول دا مهال د دوى په ولکه کې دي.

(( په ښار او ولسواليو کې لس تنه وسله وال ژوندي نيولي شوي دي. نهه څلوېښت کړۍ ماينونه کشف او خنثى شوي دي. نهه د هوان د مرميو سرګولولې نيولې شوې دي. يو مېل دهشکه ، دولس کلاشنکوفونه ، يو مېل پيکا دولس مټره ثانيه سوز لاين ، يو پارسل چاودېدونکي توکي او لس تنه نور د جنايي جرمنو په کولو سره نيول شوي دي ، ))

دى وايي په دې سربېره پوليسو د ښار په بېلابېلو برخو او ولسواليو کې د پلټنو پر مهال په زياته نشه يي توکي هم له څلورو تنو قاچاق وړونکو سره نيولي دي.

(( په همدې جريان کې دوه زره او پېنځوس کيلو ګرامه چرس له څلورو تنو سره نيول شوي او په دوو موټرونو کې يو سل او اوويشت کليو ترياک هم نيول شوي دي ))

يوه اونۍ وړاندې هم د کندهار پوليسو له قانون څخه د سرغړونې او د ورانکاريو په پېښو کې د لاس لرلو په تور د څلوېښتو تنو په شا و خوا کې کسان نيولي وو .
XS
SM
MD
LG