د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: لوستو، نا لوستو تر منځ ټولنیر توپیرونه


نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست -
په وروسته پاتې ټولنو کې سلیقوي او شخصي غوښتنو ته ډیر زیات تمایل وي، ډير خلک خپل نظر او فکرتر نورو لوړ بولي؛ تر دي چې د لوستو یا تعلیم یافته او نالوستو کسانو ترمنځ هم دا ډول توپیرونه پیدا کیږي.

د افغانستان په خوست کې هم ډیر ځله نا لوستي خلک پر تعلیم یافته خلکو باندي دا نیوکې کوي، چې کله دوی تعلیم حاصل کړي، بيا ځانونه پر نورو لوړ بولي او حتا د ستونزو د جوړیدو پړه هم په پر دوی ور اچوي.

په همدې اړه، څو نالوستي وایی ،چې تعلیم یافته خلک بیا د نورو عامو خلکو سره په چارو کې ګډون نه کوي؛ خو لوستي کسان بیا دا خبره کوي، چې څوک له تعلیم څخه بي برخي پاتي شي نو دوی سره عقده یا کینه پیدا کیږي ځکه دا خبري کوي.

په دې اړه د خوست یو تن ځوان منور وايي، دوی چې څوک علم حاصل کړی ښې دندې او کارونه پیدا کړي نو د نورو په دې هم ورسره رخه پيداشي.

د سیاسي او ټولنیزو چارو کار پوه امیر شاه کارګر وایی، چې ستونزه په علم کې نه، بلکې په اشخاصو پوري تړلي ده.

ځیني خلک ریښتيا هم له علمه ناسمه ګټه اخلي او د ګټي وسیله یی ګرځوي: ((د تعلیم تر څنګ تربیه هم ډیره ضروري ده د خلکو رسم رواج او عنعناتو ته په درنه سترګه کتل پکار دي؛ او بله دا چې علم یواځې د ګټې لپاره وسیله نه وي بلکې د خلکو د خدمت لپاره هم وي.))

په خوست کې یو تن دیني عالم مفتي حبیب الرحمن وایی، شرعي حکم دى، چې علم په نر او ښځه دواړو فرض دی.

مفتي حبیب الرحمن وايي، چې په اوسني وخت کې د دیني او عصري علومو دواړو ډیر ضرورت دی، چې باید هر مسلمان یی په تلاش کې وي.

نوموړى زياتوي: ((دا ریښتیا ده، چې په ځینو ځایونو کې داډول توپیرونه شته خو په دي اړه په واضح ډول په قرآن عظیم الشان کې آیت مبارک دی چې مفهوم او ترجمه یی داسې ده: ( ایا برابر دي هغه کسان، چې علم لري د هغو کسانو سره چې علم نه لري یانې ندي برابر) او بله مهمه خبره دا ده، چې ټول خلک علم ولري بيا یو بل څوک له علمه سؤ استفاده هم نشي کولای.))

د یادوني ده، چې په تیرو اوږدو جګړو کې په افغانستان کې تر ټولو زیات د پوهنې او تعلیم په برخې ته ډیر زیان رسیدلی چې رغیدل به یی په کلونو وخت واخلي.
XS
SM
MD
LG