د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځمکې مو له زور واکانو خلاصې کړې دي، محمد عمر عمر


د کندهار ښاروال محمد عمر عمر خبري غونډې ته وینا کوي.
د کندهار ښاروال محمد عمر عمر خبري غونډې ته وینا کوي.
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - د افغانستان د کندهار ښاروال محمد عمر عمر وايي، پرېکړه يې کړې په دغه ولايت کې ټولې هغه دولتي ځمکې چې دا مهال ځينو کسانو په زور نيولې دي او خپل ملکيت يې بولي بېرته له زور واکانو خلاصي کړي او دولت ته يې وسپاري.

دى وايي په کندهار کې له ډېرې مودې را په دې خوا زور واکانو زرګونه جريبه دولتي ځمکې نيولې دي او دا مهال يې ځانونه خپل څښتنان بولي.

دى وايي چې دوه اوونۍ وړاندې يې لا په هغو سيمو کې چې ټاکل شوې له غاصبينو څخه خلاصي او دولت ته وسپارل شي د ودانولو چارې بندې کړې دي او په را روانه اوونۍ کې به يې د خلاصولو لپاره عمليات پيل کړي.

(( له کابل دو راهي بيا د شور اندام تر کوتل او همداسې د حاجي عزيز په ټوله سيمه کې مو له تېرې اوونۍ را هيسې د ودانۍ هر ډول کارونه مطلق بند کړي دي. موږ جدي تصميم نيولى دى چې په دغه سيمه کې راتلونکې اوونۍ عمليات وکړو چې په دې توګه په ګډه دغه دولتي ځمکې د زور واکانو له لاسه وباسو. ))

محمد عمر عمر وايي چې له زورواکانو څخه د ځمکو د خلاصولو په عملياتو کې ورسره د کندهار امنيه قومندانۍ او نور امنتي ارګانونه هم مرسته کوي .

دى وايي له تېرو دوو مياشتو راهیسې په کندهار کې د ښار د پاکولو په خلکو ته د ور پېښو ستونزو د ختمولو لپاره ښاروالۍ زيات کارونه کړي دي چې تر ټولو مهم يې د دوکاندارانو له سامانونو د ښار د پياده روونو پاکول او د دوکانونو پر مخونو د دوکاندان د ځوړندو ساينونو لرې کول وو.

(( موږ تر اوسه پورې د ښار په مختلفو ناحيو کې بله غټه ستونزه چې کندهاريانو ته ور پېښه وه د لښتيانو ډکوالى چې هغه مو هم پاک کړي دي او په راتلونکي حمل مياشت کې په پام کې لرو چې په کندهار کې د دې له طبيعت او زراعت سره برابر وي دوه ميليونه نهالګيان وکرو. ))

په کندهار کې له زور واکانو د غصب شويو دولتي ځمکو د خلاصولو لړۍ شا و خوا درې مياشتې وړاندې د کندهار پخواني ښاروال غلام حيدر حميدي پيل کړې وه چې د يادې لړۍ له پيل سره سم په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
XS
SM
MD
LG