د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان و فرانسې تر منځ ستراتیژیک تړون


په کاپیسا کې د فرانسې د وژل شویو سر تېرو مړي هیواد ته وړل کېږي. د ۲۰۱۲ز کال د جنورۍ ۲۲مه
په کاپیسا کې د فرانسې د وژل شویو سر تېرو مړي هیواد ته وړل کېږي. د ۲۰۱۲ز کال د جنورۍ ۲۲مه
احمد تکل، مشال راډیو

پراګ - د افغانستان او فرانسې ترمینځ د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون یوه اونۍ وروسته له هغه لاسلیک کېږي چې څلور فرانسوي پوځیان د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوه افغان سرتېري په ډزو ووژل شول او د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي له دې پېښې وروسته د افغان او فرانسوي ځواکونو ګډ پوځي عملیات وځنډول.

واشنګټن پوست ورځپاڼه د افغان او فرانسوي مقاماتو په حواله لیکي چې د دې تړون له مخې به فرانسه د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پروګرام ته له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پوځي عملیات ختمېږي، هم دوام ورکړي.

افغان چارواکو له ډېرې مودې راهیسې د نړیوالو ټولنې د همکارۍ له کمښت څخه شکایت کاوه او ویل یې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته ښايي د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنې له خطر سره مخامخ شي.

ولسمشر حامدکرزي اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د چارشنبې په ورځ پیل شو له ایټالیا سره د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو ورته سند لاسلیک کړی او په پام کې ده پر فرانسې سربېره یې له برتانیا سره هم لاسلیک کړي، خو له متحدوایالاتو سره د ستراتیژیکو همکاریو د داسې یوه سند لاسلیک له یوکال خبرواترو وروسته لاهم ځنډېدلی دی.

د ولسمشرحامدکرزي ویاند اېمل فیضي آزادۍ راډیو ته وویل چې، له امریکا سره د داسې یو سند لاسلیک د لویې جرګې د استازو د مشورو له وجې ځنډېدلی:

((هغه سند چې له فرانسې سره لاسلیکېږي، یو تړون دی خو هغه سند چې په پام کې ده له امریکا سره لاسلیک شي، تړون نه بلکې د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سند دی خو په دې برخه کې یوه ستونزه د دې سند محتوا ده چې حکومت ته د دودیزې لویې جرګې د مشورو له مخې نړیوال ځواکونه باید د شپې عملیات بند کړي او همداراز د زندانونو مسوولیت د افغانستان دولت ته وسپاري چې له بده مرغه دا کار تراوسه نه دی شوی.))

د لویې جرګې د پرېکړو په رڼا کې ولسمشر حامدکرزي هم ویلي چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو د بندولو او افغانستان ته د ټولو زندانونو د سپارلو تروخته به له متحدوایالاتو سره د اوږدمهالو ستراتيژیکو همکاریو تړون لاسلیک نشي.


په پام کې ده چې ښاغلی کرزی د اروپا د سفر په دوام برتانیا ته ولاړ شي او له هغه هېواد سره د ستراتیژیکو همکاریو موافقه هم لاسلیک کړي. د افغان او برتانوي چارواکو په وینا له برتانیا سره د موافقې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمینځ ستراتیژیکې همکارۍ تر ۲۰۲۲ کاله پورې دوام وکړي. په دې همکاریو کې د برتانوي پوځیانو له خوا د افغان ځواکونو روزنه، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د برتانیا مرستې او دوه اړخیزې کلتوري همکارۍ شاملې دي.
XS
SM
MD
LG