د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په ښوونځیو کې ماشومان لیک لوست نشي کولای'


عایشې ګلالۍ وویل، د ترهګرۍ په پېښو کې ډېر ښوونځي وران شوي دي.
عایشې ګلالۍ وویل، د ترهګرۍ په پېښو کې ډېر ښوونځي وران شوي دي.
انیلا خالد، مشال راډیو

اسلام اباد - د جنوبي اسیا فورم د تعلیم په اړه د ۲۰۱۱ز کال، د کالني رپورت تر مخې د لومړنیو زده کړو په ښوونځیو کې د زده کوونکو یو لوی شمېر په اوردو، انګلیسي او یا هم په مورنۍ ژبې لیک لوست نشي کولای.

په رپورټ کې ویل شوي، په قبایلي سیمو کې په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر زیات شوی دی.

د رپورټ تر مخې، یواځې ۴۱،۸ فیصده ماشومان په اورودو، او ۲۵،۸ فیصده هغه په انګرېزي لیک لوست کولای شي.

د اسانتیاو په اړه رپورټ وايي، د پاکستان د نورو سیمو په څېر په خیبر پښتونخوا کې هم د دولتي سکولونو دننه اسانتیاوې زیاتې شوې دي.

د قبایلي سیمو په سکولونو کې د ماشومانو د شمېر د زیاتېدو په اړه د چارو کار پوه ایاز خان مشال راډیو ته وویل: ((زه دا منم چې د فاټا په سکولونو کې به د مخکې په نسبت [ښه والی] راغلی وي، خو بیا هم حقیقت دا دی چې اکثریت د داسې سکولونو دی چې په کاغذونو کې [وجود لري] خو په اصل کې هیڅ هم نشته. په اکثر سکولونو کې یا خو استادان نشته او یا دومره کمي ده چې د هغې له وجې د تعلیم معیار ښه ساتل ګران دی. او بیا زموږ تعلیمي پالیسي هم داسې ده چې [پیل یې] د مورنۍ ژبې پر ځای، له اوردو یا انګرېزۍ کېږي؛ نو بیا په داسې حالاتو کې له ماشومانو دا تمه نه ده په کار چې د هغوی لیک لوست به ښه وي.))

د جنوبي وزیرستان پورې اړه لرونکې، د آل پاکستان مسلم لیګ ګوند غړې عایشه ګلالۍ مشال راډیو ته وویل، د نورو سیمو په څېر په قبایلي هغو کې هم د هر قسم فکر خاوندان اوسي چې په کې اکثریت غواړي د هغوی بچي او په ځانګړي ډول لوڼه یې تعلیم تر لاسه کړي.

((د ښځو په اړه د هغوی سوچ اوس بدل شوی دی. خو له بد قسمتۍ سره [وایم چې] د سکولونو حالت دومره ښه نه دی. څه خو د ترهګرۍ ښکار شوي، او [په نورو هغو کې بیا] د استادانو کمي ده.))

عایشې ګلالۍ زیاته کړه چې په هغو سیمو کې چې امن په کې پر ځای شوی، باید حکومت هلته د تعلیم په اړه فوري ګامونه پورته کړي او دا راز نا حکومتي ادارو ته هم په کار دی چې هغه پیسې چې ورته د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره ورکول کېږي، باید هغه په سم ډول ولګوي.
XS
SM
MD
LG