د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اېبټ اباد کې پر کاکول اکاډمۍ برید شوی دی


له سپوږمکۍ اخیستل شوی د هغې ودانۍ انځور چې اسامه بن لادن په کې وژل شوی وو.
له سپوږمکۍ اخیستل شوی د هغې ودانۍ انځور چې اسامه بن لادن په کې وژل شوی وو.
اېبټ اباد - د پاکستان د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې د پوځیانو پر روزنیز مرکز د توغندیو برید شوی دی.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي، د دې مرکز نوم پاکستان ملټري اکاډمي کاکول (په کاکول کې د پاکستان پوځي اکاډمي) دی.

تر اوسه د پوځ یا ضلعې (ولسوالۍ) انتظامي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال راډیو خبریال وايي، پر دې مهال د ضلعې د پولیسو مشر په دفتر کې د نن سهار (جمعه ۲۷ جنوري) د پېښې په اړه غونډه روانه ده چې پلټنې یې وشي.

د ضلعې د پولیس دفتر یو بیان خپور کړی دی چې په کې یې ویلي، له کاکول سره له نېږدې غونډيو نهه راکټونه پر اکاډمۍ ورول شوي دي.

په دې پېښه کې ځاني زیان نه دی شوی.

تر پېښې وروسته پولیسو او د استخباراتو چارواکو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه نېټه، په همدې اېبټ اباد کې د امریکا ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وژلی وو.

د اسامه بن لادن د وژنې ځای هم له مهمو پوځي ودانیو او له کاکول اکاډمۍ سره نېږدې وو.
XS
SM
MD
LG