د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبايلي سيمو کي د زړو دوایانو په اړه ویره


سراج ظهیر - اسلام آباد

که څه هم يو خوا د پاکستان د پنجاب صوبې په ښار لاهور کي د پنجاب د مشر وزير ميا شهباز شريف د وينا ترمخه د دوايانو د ري ايکشن له وجې د مړو شميره له سلو اوړيدلي ده.او د هغه په خصوصي هدایت د دوايانو نموني د ټست لپاره د برتانیا او فرانس ليبارټريانو ته ليږل ي شويدي.خو بل پلو د نور پاکستان په ګډون په قبایلي سيمو کې هم خلک ویرېدلي دي چې خلته د دوی په وينا غيرمعياري او زړې دواياني خرڅېږي.

د مومندو ايجنسۍ سره تعلق لرونکی يو تن رسول خان مشال ريډيو ته وويل چي قبایلي سيمو کي تعليم ډير کم دی او په دې په دوی د انډيا ، ايران او خپله د پاکستان جوړې غير معياري او زړې دوايانې پلورل کېږي.

خو څوک هم داسي نيشته چې مخه یې ونیسي.

هغه وويل که څه هم د دوی پولې تړل شوېدي خو بيا هم په ناقانونه توګه د ايران او هند نه دواياني قاچاق کيږي

يو بل تن ګل ولي وويل چي موږ خو نالوستي خلک يو موږ ته دا نه مالوميږي چې په کومه دوايانو وخت تېر دی او زړې دي او نه په دې خبر يو چې د دواخانو یا چاپونو چلونکو له حکومته اجازه اخستي او کنه چي دا دواياني خرڅوي.


په دې اړه د فاټا سيکريټرټ د صحت د څانګې مشر ډاکټر فواد دا خبره رد کړه چې په قبایلي سيمو کې زړي دوایانې خرڅېږي.

د پنجاب په مرکز لاهور کې د دوايانو د ري ايکشن روستو د قبایلي سیمو اوسېدونکو ويره او انديښنه پيدا شويده چې د دوی په خبره دلته هم زړې او غير معياري دواياني خرڅيږي.
XS
SM
MD
LG