د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژنو ضد د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج



خدای نور تاصر - کوټه

دکوټي په میکانګي سړک د چارشنبې په شپه د درو شییعه وګړو د وژنې خلاف نن د زیارت ورځ د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته هزاره ډیموکرېټک احتجاج وکړ او د صوبايي حکومت ضد شعارونه یې ورکړل. پر دې مهال د هزاره ګوند يوه غړي بوستان علي مشال راډيو ته وویل...

؛په ۲۰۱۱ میلادي کال کې مو تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شويدي. او ۲۰۱۲ میلادي کال په لومړۍ میاشت بیا دا دی ددې نااهله حکومت له وجي زموږ دوه افسران او يو ښه اداکار راڅخه يوړل شول؛

د هزاره ډيمو کرېټک ګوند مرستیال مشر میرزا حسین هزاره وايي د کوټي ښار د امنیت ساتلو فکر ورسره دی. دده په خبره ددې ښار په جوړېدو او ابادولو کې یې ډېر مشکلات ګاللي....
؛ زموږ احتجاج په دې دی. چي خدای دې د کوټي ښار امنیت خراب نه کړي. موږ له ټولو قامونو چي دلته اوسېږي غوښتنه کوو چي ددې ښار د امنیت د ښه کولو لپاره دي ګام پورته کړي؛


پر دې مهال د صحت صوبايي وزیر عین الله شمس له احتجاجیانو سره په خبرو کې د پېښې غندنه وکړه او و یې ویل چې دا ستونزه به د بلې ورځې د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې راپورته او خپل وزیراعلی ته به يې هم وړي؛

د شورو/ چارشنبې په شپه نامالومه وسلوالو کسانو په یوه برید کې د وفاقي پلټونکې ادارې ( فیډرل انویسټیګیشن ایجنسي (انسپکټر ولایت حسین، د ټي وي يو اداکار عابدحسین نازش او محمد انور درېواړه ملګري وو، یو ځای ووژل شول.

د ویلو وړ ده چي د پاکستان د نورو سیمو په شمول په بلوچستان صوبه کي هم له مودې راهیسي د اهل تشیع او هزاره قبیلې وګړي په فرقه ایزه هدفي وژنو کي وژل کېږي. چي د ډېری پېښو مسوولیت يې
لښکر جنګوي وسله واله ډله پرغاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG