د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلېمند : ځانمرګي بريد درې تنه وژلي ګڼ ژوبل


په هېلمند کې د ځانمرګي برید وروسته یو امنیتي سرتېري د کرولا ګاډي پلټنه کوي
په هېلمند کې د ځانمرګي برید وروسته یو امنیتي سرتېري د کرولا ګاډي پلټنه کوي


سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان په هلمند ولايت کې چاورواکي وايي چې موټر بم ځانمرګى بريد نن غرمه د يوولسو بجو په شا و خوا کې د هلمند ولايتي مقام او پوهنې رياست ته څېرمه د ( اې ايس اى ) په نامه د يوې بهرنى موسسې د دفتر مخې ته شوى دى .

د هلمند د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې په بريد کې تر دا مهاله پورې درې تنه وژل شوي او ۳۷ تنه ټپيان شوي .

د عامي روغتيا رياست د چارواکيو په خبره د بريد په قربانيانو کې درې تنه ښځې هم شاملې دي.

د ياد رياست کارکوونکي وايي چې څوارلس تنه چې سربېرن ټپان وو بست روغتون ته لېږدول شوي او پاتې نور يې په ايمرجنسي روغتون کې دي.

خو د هلمند د والي وياند داوود احمدي بيا مشال راډيو ته وويل چې په پېښه کې ټو ټال يو دېرش تنه ټپيان شوي او درې تنه عام وګړي وژل شوي دي.

(( يو ځانمرګى بريد کوونکى چې په کرولا موټر کې سپور وو د معارف رياست مخې ته د ولايت مقام ته نږدې يې ځانمرګى بريد کړى دى چې له بده مرغه زموږ يو دېرش تنه پکې ټپيان شوي دي چې درې تنې پکې ښځې دي او درې تنه پکې وژل شوي هم دي چې يو پکې ماشوم دى ))

احمدي وايي بريد د بهرنيو ځواکونو پر ملکي موټرو شوى دى او پکې د بهرنيو ځواکونو په دوو موټرو سربېره د عامو وګړو اوولس موټرونه او دوه موټر سايکلونه هم ويجاړ شوي دي.

(( د بريد ټوله مرګ ژوبله زموږ ملکي هيوادوالو ته اوښتې ده. د پېښې په ځاى کې څه دوکانونه وو د خلکو هغو ته زيات زيان اوښتى دى او د عامو وګړو اوولس موټرونه چې د معارف رياست مخې ته ولاړ وو هم له مېنځه تللي دي ))


په هلمند کې د بريتانيا هېواد د ولايتي بيا رغوونې ټيم ( پي ار ټي ) رسنيو ته ويلي دي چې بريد د دوى د افغان کارکوونکيو په موټرو شوى دى .

سرچينې رسنيو ته ويلي چې په بريد کې درې تنه بهرني کار کوونکي ژوبل شوي دي .، خو دا يې لا نه دي ويلي چې ژوبل شوي بهرنيان د کوم هېواد اوسېدونکي وو .


تر اوسه پورې د پېښې مسوليت کومې ډلې نه دى منلى . خو په هلمند کې تر دې وړاندې د ورته بريدونو مسوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

له هغه وروسته چې د هلمند د مرکز لښکرګاه امنيتي چارې افغان سرتېرو ته سپارل شوې په دغه ښار کې دا څووم ځانمرګى بريد دى . چې د ټولو شويو بريدونو د قربانيانو زياته برخه عام وګړي وي.

بلخوا د کندهار په حضرت جي بابا سيمه کې په يو موټر سايکل کې اېښودل شوي چونکي توکي چاودېدلي خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې .

د کندهار امينه قومندان جنرال رازق وايي چاودنه په ريموټ کنټرول شوې او دوى پلټنې کوي چې ورسره تړاو لرونکي کسان ونيسي.

تر اوسه پورې د پېښې مسوليت چا نه دى منلى .

XS
SM
MD
LG