د لاسرسي ځای

کوټه: د انسپکټر په ګډون درې تنه ووژل شول.


په کوټه کې په بیا بیا شییعه وګړي په نښه کېږي

په کوټه کې په بیا بیا شییعه وګړي په نښه کېږي


دکوټې د پولیسو په وینا د ښار په میکانګي سړک نامالومه وسله والو د شورو/چارشنبې په شپه درې تنه په ډزو وژلي. چي ددوی په خبره په وژل شویو کې د وفاقي پلټونکې ادارې ( فیډرل انویسټیګیشن ایجنسي (انسپکټر ولایت حسین، د ټي وي يو اداکار عابدحسین نازش او محمد انور دي.دوی وايي چې هغوی درېواړه ملګري وو او یو ځای ووژل شول.د کوټي د پولیس یوه چارواکي نذیر کرد مشال راډيو ته وویل، چې تعلق له اهل تشیع سره دی. نذیرکرد زیاته کړه.

“”دوی به هره شپه فاران هوټل ته تلو . او يو یا دوه ساعته وروسته به کورونه ته په میکانګي سړک تلل. تیره شپه چي دوي تلل نو پرې نامامه کسانو ډزي وکړې. او درې واړه پر یوه ځای ووژل٬٬

که څه هم د میکانګي سړک ددې پېښې پړه لا تر اوسه چا نه قبوله کړې خو د کوټي په ګډون په بلوچستان کېد تېرو ورته پېښو چې په کې اهل تشیع وژل کېږي، لښکرجنګوي وسله واله ډله مني پر غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG