د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښځو ته د مدافع وکالت دفتر پرانستل شو



بازمحمد عابد مشال ريديو

جلال اباد: په ننګرهار کې ښځو ته د وړيا مشورو او مدافع وکالت دفتر پرانستنه د يوې غونډې په ترڅ کې وشوه.

دا غونډه چې د ګلوبل رايټس موسسې او د افغان ښځو شبکې په ګډه رابللې وه په دولتي چارواکو سر بيره په کې د مدني ټولنو استازو هم ګډون کړى و.

د ګلوبل رايټس د پروګرامو مشر صمدالله شاکر وايي چې دوى به ښځو ته په حقوقي او قضايي برخو کې په وړيا توګه وکيل نيسي، ده وويل:
(( موږ په ننګرهار کې د ښځو شبکه لرو چې دوى مدافع وکيلان لري. چې د وکيلانو له لارې به دوى ښځو ته وړيا مشورې ورکوي، د هغوى د حقوقودفاع به کوي او هغه ښځې چې له خپلو حقوقو ناخبرې دي، موږ به د مدافع وکالت په چوکاټ کې له هغوى سره مرسته کوو.))

د افغان ښځو شبکې مشر حفيفه اعظيمي وايي چې دا دفتر به داسې يوه پرانستې دروازه وي چې هره ښځه ورته په ډاډه زړه راشي او د خپلو حقوقو په ترلاسه کولو کې مرسته وغواړي. دې وويل:
((موږ تر اوسه ٥٠ تنه ښځينه وکيلانې لرو چې د اسلامي او بشري حقوقو مدافع دي او په ټول افغانستان کې ٥٠٠٠ کارکوونکي لرو چې په ليرې پرتو سيمو کې ښځو ته عامه پوهاوى ورکوي. موږ کوشش کوو چې د قضايايو په وړاندې له خپلو مشرانو سره وګورو، له قاضيانو سره وګورو او ښځو ته په ورپيښو ستونزو کې ترې د حل مرسته وغواړو.چې صحي سیستم جوړ شي. ښځو ته هم دا مالومه شي چې د خپلو حقوقو د غوښتنو له پاره کوم ځاى ته لاړې شي، چاته لاړې شي او څنګه وکولاى شي چې قضيه په سمه توګه وڅيړل شي.))

د ننګرهار د عامې روغتيا مرستياله ډاکټر مقدس وايي چې د ښځينه وکيلانو مشورې بې ګټې نه وي. دې وويل:
(( تر اوسه په ښځو افغاني او پښتني دود ودستور عملي کيږي. او هغوی لا هم له خپلو اسلامي حقوقو ناخبرې دي. زموږ اکثرو خويندو سره تاو تريخوالي رامنځته کيږي چې خپل پلار او ورور ته هم نه شي ويلاى. که چيرې د ښځو لپاره د مشورو داسې يو دفتر موجود وي نو دا به د حقوقو په ترلاسه کولو کې ورسره ډيره مرسته وکړي.))

د ننګرهار د محاکمو ريس قضاوت پوه فضل هادي فاضل په ننګرهار کې د حقوقي دفتر پرانستنه يو نيک ګام وباله. ده وويل:
(( دغسې وکيلانو ته چې خلکو ته د قانون سره سمې مشورې ورکوي، موږ ورته ډيره اړتيا لرو. ځکه زموږ خلک بې تعليمه دي، او له خپلو اسلامي او بشري حقوقو ناخبره دي. دوى دا موقع برابروي چې خلکو ته د قانون په رڼا کې پوهه ورکړي.))

ياده دې وي چې دا حقوقي دفتر په د ښحو د عامه پوهاوي په خاطر د ښحينه وکيلانو ډلې د ننګرهار ليرې پرتو سيمو ته هم ليږي چې دا بهير به يو کال دوام ومومي.
XS
SM
MD
LG