د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوې افغان میرمنې کیسه



سینديکیټ خپرونه په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه لیکنه کړې ، اوفایننشل ټایمز ورځپاڼې بیا د ایران د اتومې پروګرام مسله راخیستې او پردغه هیواد ېې د لویدیځوالو پربندیزونو تبصره کړې.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کميسون یو مشرمحمد موسی محمودی پروجيکټ سنډيکټ خپرونه کې په افغانستان کې د ښځو پر حالت ليکل شوې خپله مقاله د کندوز د پنځلس کلني سحر ګل له غميزي پيلوي چې تر اوو مياشتو پوري خپلي سخر ګنی په بند کې ساتلې وه.

د ليکوا ل په وينا پر سحر ګله د خاوند او نورو لخوا ځکه ظلم کېده چې ددوی په خوښه يې له جنسي کاروبار کولو نه انکار کاوه.
د ليکوال په وينا په تيرو لس کلونو کې کميسون له ښځو سره د زور زياتي نوولس زره شکايتونه تر لاسه کړې او که څه هم په ځينو برخو کې پر مختګونه هم شوې خو بيا هم په دې لړ کې اوس هم لوی چیلنجونه مخي ته پراته دي.

نوموړی ځيني هغه لاملونه په ګوته کوي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو تر خپو د لاندي کولو سبب ګرځي.

لومړی دا چې افغان ټولنه کې په دوديزه توګه نارينه برلاسي دي نو ځکه ښځی له اساسي حقونو بې برخي دي.

دوم دا ښځي له خپلو حقونو بې برخي ساتل يوه سياسی ګټه هم لري او بنسټ پالې ډلي په دې برخه کې د ولس د لويې برخي ملاتړ لري چې طالبان يې يوه بيلګه ده، چې د کليوالو او قبائلو د زړه ګټلو لپاره يې د ښځو ضد تګلاره خپله کړې وه.

دريمه وجه يې داده چې د ښځو د شخصي خونديتوب پر ځای د کورنی د وياړ او د عزت زيات خيال ساتل کېږي.

او د ليکوال محمد موسی محمودی په خبره د ښځو په اړه د ولسي قانون سازي پر ځاي ثالثي او شریعی قانون عملي کېدو ته زيات ارزښت ورکول کېږي چې په نتيجه کې په پراخه کچه مجرمان له سزا خلاص شي.

برتانوي ورځپاڼه فاننشل ټائمز د ايران د ايټمي پروګرام په اړه په پخپله مقاله کې وايې نړيواله ټولنه له شاوخوا يوې لسيزي راهيسي د بنديزونو له لاري ددې هيواد ايټمي بروګرام د سرنه رسولو په برخه کې بې لاسته راوړنې هڅې کوي. د ورځپاڼی په وينا اوس اروپايې هيوادونه هم پر ايران د اقتصادي فشار زياتولو لپاره د امريکا له هڅو سره ملګري شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، د ايران د تيلو پر صاداراتو او د مرکزي بانک پر پانګو بنديز به که څه هم وار له مخه ددې هيواد د غير منظمه اقتصاد څخه راپورته شوو مشکلاتو سره مخامخو خلکو تکليف نور هم زيات کړي خو بياهم د غربي هيوادونه د فشار زياتولو ګام سم دی.

فاننشل ټائمز پر مخ ليکې که په بنديزونه سم عمل ونشي نو دابه اسرائيل د ايران پر اتومي بټیو بريد ته و هڅوي چي نه به يوازي سیمه ییز جنګ رامينځ ته کړي بلکه ايرانيان به له يوه کمزوري حکومت سره د ودريدو لپاره يو موټی کړي او ورسره د ايټم بم د جوړولو هوډ به يې نور هم پياوړی کړي.

ورځپاڼه لویدیځو هيوادونو ته سلا ورکوي چې ايران د خبرو اترو ميز ته د راوستو لپاره هر ډول امکان پرانستی و ساتي. د فاننشل ټائمز په وينا دا کېدای شي دا امريکا لپاره ځکه ستونزمنه وي چې په امريکا کې سږ کال انتخابات کېدونکی دي او هلته ددې ميکا نزم د لا پياوړتیا لپاره فشار زیات شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG