د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبلوچستان دویم دارالحکومت ګوادر فعاله شو




نیازموساخېل،کوټه

بلوچستان حکومت وایي،ګوادر یې د بلوچستان د ژمي دارالحکومت په توګه فعاله کړی او هلته باقاعده سرکاري محکمو او افسرانو کار هم پېل کړی دی.د بلوچستان د عمومي انتظام محکمې مرستیال سیکرټر،ډاکټرمحمد ظریف مشال راډیو ته ووېل،چې زیاتره محکمې ګوادر ته وړل شوې او دغه ښارګوټی اوس په باقاعده توګه د بلوچستان دویم یا د ژمي لپاره مرکز په توګه فعاله شوی دی.نوموړي زیاته کړه٫٫بېلابېلې ۳۳ محکمې او د هغو سیکرټریانو او وزیرانو دوترونه دلته په کار ګمارل شوي دي،چې په هغو کې یو د وزیراعلی او د ستر یا چیف سیکرټر دوترونه هم دي.چیف سیکرټر له تېر جمعرات څخه په خپل دوتر کې سرکاري دنده پر مخ بیایي.٬٬

د سیمې یو اوسېدونکی،عبدالباقي د حکومت پر دغو ګامونو نیوکې کړې او وایي،له دې څخه به عام خلک له ستونزو سره مخامخ شي٫٫ زما کور په زیارت کې دی.زه چې کله په سرکاري کار پسې کوټې ته راځم،نو زما یوازي د سفر خرڅ تر ۱۰۰۰ پاکستانیو روپیو پوري راځي او د خورک او استوګنې خرڅونه خو لا ما نه دې درته په ګوته کړي،نو که زه ګوادر ته ولاړ شم،بیا به زما یوازي سفري خرڅ شاوخوا ۵ زره روپی راځي او هغه نور خرڅونه خو به لا له حسابه تېر وي.دا یوازي زما کیسه نه ده،بلکه په سیمه کې نږدې د هر چا حال به دغه وي.٬٬

د بلوڅ مېشتې سیمې،ډېره الله یار اوسېدونکی نورمحمد جمالي هم ګوادر د دارالحکومت په توګه،د خلکو لپاره ګټور نه بولي ٫٫د کوټې کس وي،که د بلوڅ مېشتې سیمې نصیرآباد یو کس او که د پښتون مېشتې سیمې بل اوسېدونکی،هغه که څه سرکاري کار لري،نو اوس به د بلوچستان هغې لیرې پرتې سیمې ته په تلو مجبوره وي،چرته چې یوازي په سفر کې تر ۲ شپو زیات لګېږي.زما په فکر دغه کوټه یو داسې متفقه ځای دی، چې بلوڅانو او پښتنو،دواړو ته نږدې دی،.نه پوهیږم،حکومت ولې داسې کارونه کوي، چې عامو خلکو ته یوازي ستونزې په سوغات کې ورکوي.٬٬

خو د عمومي انتظام محکمې مرستیال سیکرټر،ډاکټرمحمد ظریف بیا ګوادر د صوبې مرکز په توګه د صوبې او خلکو لپاره ګټور بولي٫٫یقینًا خلکو ته به ستونزې وې،مګر ته دې ته هم وګوره،چې په دې سره به نه یوازي ګوادر،بلکه ټوله سیمه دمرکزي حکومت او نړیوالو په سترګو کې راشي او په نتیجه کې به دغه ټوله سیمه پرمختګ وکړي او دلته به ښه ډېر کارونه وشي، چې د صوبې په ګټه وګرځي.٬٬

یاده دې وې،تېرکال ۲۰۱۱م کې د بلوچستان وزیراعلی،نواب اسلم رییساني هر کال د اکتوبر له ۲۱مې بیا د مارچ میاشتې تر ۳مې نېټې پورې،ګوادر د صوبې د ژمي دارالحکومت ګرځولو اعلان کړی وو.

د څېړونکیو په وېنا،حکومت دا ګام ځکه واخیست چې د ګوادرستراتیجیکي او اقتصادي اهمیت راوپاروي او بل د خلکو پام واړوي،کوم چې په زیاته کچه کوټې ته راستنېږي او دغه رنګه پر کوټه د نفوس بوج کم کړي.

دا دې هم یاده وې چې ګوادر له کوټې شاوخوا ۹۵۰ کیلو میتره لیري،د لوېدیز پر لور پروت یو سمندري ښارګوټی او په نړیواله کچه مشهوره بندرګاه ده.
XS
SM
MD
LG