د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: د کوکنارو ۵۷ بزګران نيول شوي دي .


سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار ولايت دولتي چارواکي وايي چې د کوکنار د له مېنځه وړلو د پاره يې په ټول ولايت کې کمپاين پيل کړى دى او تر اوسه پورې يې اوو پېنځوس تنه هغه بزګران نيولي دي چې پر خپلو ځمکو يې کوکنارکرلي وو .

په کندهار کې د نشه يي توکيو په وړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د افغانستان په اساسي قانون کې د نشه يي توکو کاروبار او کارول په بشپړه توګه منع شوي دي ځکه به نو هغه کسانو ته سزا ورکوي چې پر ځمکو يې کوکنار کرلي او بېرته يې نړولي نه دي .

دى وايي سږ کال په پام کې لري چې د کندهار ټولې ولسوالۍ د کوکنار له کښته پاکې کړي.

(( د نشه يي توکيو پر ضد د مبارزې قانون او د دولت په ټولو نافذه قانونو کې د نشه يي توکيو کرکيله ، توليد او توريد او د هغوى ناوړه استعمال په بشپړه توکه منع دى. د کندهار ولايت ادارې او مقام پرېکړه کړې ده چې سږ کال به د نشه يي توکيو د توليد او قاچاق په وړاندې هر ډول چې وي مبارزه کوي ))

دى وايي هغه دولتي چارواکي چې تر اوسه پورې يې د نشه يي موادو د له مېنځه وړلو د پاره هلې ځلې کړې دوى به يې ونازوي او هغو چارواکيو ته به سزا ورکړي چې په دې برخه کې له زړه کار نه کوي .

دى وايي تر اوسه پورې له بېلابېلو ولسواليو څخه د کوکنارو اوو پېنځوس تنه کروونکي بزګران نيول شوي او پاتې هغه نور به هم ونيسي چې کوکنار يې کرلي او بېرته يې له بېخه ايستلي .

(( اوو پېنځوس تنه بزګران له بېلابېلو ولسواليو څخه چې کوکنار يې کرلي وو نيول شوي دي.، ځکه چې کوکنار کرل په خپله جرم دى، اوس له دوى څخه تعهد اخيستل شوى دى امکان لري چې دوى خپل کوکنار له مېنځه يوسي او پر ځاى روا مواد وکري ، او پاتې شوه د سزا خبره هغه به قانون ورکوي ))

د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د رييس په خبره په کندهار کې د نشه يي بوټو د کرلو له امله دا مهال د کندهار سلګونه ځوانان هم نشو اخته شوي دي چې زياته برخه يې ځوانان دي .

دى وايي په کندهار کې داسې کورنۍ هم ور مالومې دي چې غړي يې له پلو د نشيي توکو په څکولو اخته دي .

(( د يوې کورنۍ مشر چې په نشه اخته شي خانمه او د کور نور غړي يې هم په نشه اخته کېږي. په کندهار په نشو اخته کسانو کې ښځې ، ماشومان او د لوړ عمر خلک هم شامل دي. خو زياته برخه يې تنکي ځوانان دي))

څه موده وړاندې په کندهار کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د وزارت غړو او د کندهار سلګونو قومي مشرانو يوه غونډه هم کړې وه او پرېکړه يې کړې وه چې په کندهار کې به د کوکنار کروونکيو بزګرانو ته درې مياشتي د بند سزا ورکوي او په دې سربېره به يې کرلي کوکنار هم له بېخه باسي .
XS
SM
MD
LG