د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شپږګونه ماشومانو مور سره د بلخ چاوراکو مرسته


شپږ واړه ماشومان روغ رمټ دي
شپږ واړه ماشومان روغ رمټ دي

مزارې شریف،افغانستان—هغه د فارسي یو مشهوره متل دی چې یک نه شد دو شد خو تل کیسه له دې هم یو شپږ ځلې وراوښتې ده.او هغه هم په یوه داسې هیواد کې چې لا یې هم د روغتیا په برخه کې امیدوارې میندې لازمې طبي اسناتیاوې نه لري او دمړینه کچه یې هم لوړه ده یوې افغان میرمنې شپږګوني ماشومان راوړي،چې درې یې انجونه او درې هلکان دي.

کله چې دا روغتون ته راوړل کېده په دې نه وه خبره چې په لومړي او پر یوه ځای به د د درې جوړه یا شپږو ماشومان مور جوړېږي.د بلخ ولایت د یوې لرې کلیوالې سیمې دا مور له خوشالۍ په جامو کې نه ځایږې خو ورسره دا اندېښنې هم ملې دي چې څنګه به د خپلو شپږو ماشومان پوره پاملرنه کوي.

د خپلو شپږو ماشومانو د زوکړې وروسته په روغتون کې دیوې مرکې پرساراګل مهال هغې وویل چې دا او خاوند شکرالله یې واردمخه یو ګوزارګۍ ژوند تېروي نو اوس چې کورنۍ ته شپږ ګلونه نور وراغلل له ځايي چارواکو د مالي مرستې په تمه ده.


د شپږګونو ماشومانو مور ساراګل
د شپږګونو ماشومانو مور ساراګل


نن د جنورۍ په ۲۵ مه ورته یو څه هوساینه ورسېده.

د مزارې شریف روغتون چارواکو ورته د هر ماشوم پر سر زر افغانۍ مرسته کړې او د بلخ ولایتي دفتر یې کورنۍ ته زر ډالره ورکړي دي.

دساراګل خاوند له خپل پلرني ټاټوبي پنچاه جریب څخه په دې هیله مزارې شریف ته کډه شوی کارروزګار ومومي.

د مزارې شریف روغتون یوه دايي ملالۍ وايي چې شپږ واړه ماشومان بې وخته زوکړې او اوس یې په اینکیوبېټر یا مصنوعي حرم کې اېښي دي او ټول روغ رمټ دي.
XS
SM
MD
LG