رياض ګل -اسلام آباد
د نهې په ورځ د قامي اسمبلې د غړي اخوندزاده چټان په مشرۍ کې د باجوړ ايجنسۍ سره تعلق لرونکو مشرانو او د باجوړ سياسي اتحاد غړو د خيبر پښتونخوا دګورنر مسعود کوثر سره ملاقات کې په دې زور راوړو چې تير کال په دولسم اګست د ولسمشر لخوا لاسليک شوي د قبايلي سيمو ترميمي آرډيننس دې زر تر زره عملي شي.
له مشال ريډيو سره په خبرو کې اخوندزاده چټان وويل چې” د ترميم شوي قانون له مخې پکار وه چې د ټولو پوليټکل ايجنټانو او انتظاميې احتساب شوی وو خو د څو مياشتو تيريدو باوجود له هيچا سره حساب کتاب نه دی شوی. “
ده زياته کړه چې ”دنوي قانون له مخې پوليټکل نشي کولای چې د يو تن په جرم کې دهغه د خاندان يا کلي بل څوک ونيسي خو اوس هم هغه زړه طريقه روانه ده او د دې هيڅوک تپوس نه کوي. “
دغه شان د باجوړ سياسي اتحاد ستر سکتر اورنګزيب انقلابي وایي چې” دوی ته ويل شوي وو چې قبايلي سيمه کې څومره ترقياتي کارونه کيږي په هغه کې به د دغې سيمې ځوانانو ته د روزګار موقعې ورکو ل وو خو اوس هم چې څومره غير سرکاري تنظيمونه دلته راځي هغوی له ځان سره د ډرایيور او چپړاسي په ګډون خپل ټول سټاف راولي او داشان ځايي ځلمي له کار روزګاره بې برخې دي “.
د ده وينا وه چې” فاټا سکريټريټ کې هم ټول د يو بل ځای خلک دي او قبایلو ته پکې هيڅ نمائندګي نه ده ورکړل شوې “.
د قبایلي سيمو کارپوه ډاکټر اشرف علي وايي د فاټا په اړه په ترمیمي قانون عمل ځکه نه کېږي چې ځينې مخور او زورور خلک لا هم نه غواړي چې د ټول قبایلي ولس حقونه دې یو شانه شي. او بله دا چې هلته له سلو کالو راهسې دا خلک محکوم پاتې شوې دي نو ځکه به هم د ذهنيت په بدليدو کې وخت لګېږي خو دا ډيره ښه خبره ده چې د اصلاحاتو پیل شوی دی او د خپلو حقونو تر لاسه کولو او نظام سمولو أپاره به ټولو قبایيلو او د دغه سيمو سياسي ګوندونو له په شريکه سره لا نورې زياتې هلې ځلې کول وي“.