د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې واورو ۴۰ کسان وژلي ګڼ نور ژوبل


سږکال د افغانستان په لروبر کې ډېرې واورې اورې
سږکال د افغانستان په لروبر کې ډېرې واورې اورې
په افغانستان کې چار واکي وايي په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په لرې پرتو شمالي سیمو کې د واورو او د واورو کمرونو له ښویدو شپږ څلویښت کسان وژل شوي دي.

افغان ولس مشر حامد کرزي په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې بیړنی حالت اعلان کړی او ژمنه یې کړې ده چې یو لک او شپیته زره ډالره مرستې به دغه ولایت ته لیږي.

دسه شنبې په ورځ د ولس مشر حامد کرزي له دفتره په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي د واورو کمرونو له ښوېدو شپیته نور کسان ژوبل شوي هم دي.

تیر کال په سالنګ کې د ورته پېښو له امله یو سل او یو اویا (۱۷۱)کسان وژل شوي وو. سالنګ د هندوکش د غرونو سره په خواکې غزیدلې هغه لویه لار ده چې کابل د هیواد دشمالي برخو سره نښلوي. په دغه سیمه کې اکثره په ژمي کې له واورې او یخ څخه په بیا بیا خلکو ته ځاني او مالي تاونونه رسېږي.
XS
SM
MD
LG