د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سترګو ړنده د زړه په سترګو شکور اوبدي


په سترګو ړنده د زړه په سترګو شکور اوبدي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د چارسدې د میرزا ډېر اوسېدونکې ۶۱ کلنه نورماله چې په سترګو ړنده ده خو اوس هم په خپلو ګوتو رنګ رنګ شکورونه او ټوکري اوبدي. دا وايي درې کلنه وه چې سترګو یې کار پرې اېښی دی.دا اوس د خپلې کورنۍ چې یوولس تنه دي یوازنۍ ګټندویه مېرمن ده .د ۲۰۱۰م کال په سیلاونو کې یې کور هم اوبو وړی وو او نورو سیمو ته کډه شوې وه. د سرډ په نامه یو خیریه ادارې له هغې سره د خپل کار په بدل کې مرستې هم کړې او ددې په لاسونو جوړ شکورونه یې په پېښور کې یوې نندارې هم وړاندې کړي وو. د مشال همکار ګل اياز د نورماله د کار او ژوند په اړه دا ویډيويي رپوټ برابر کړی

XS
SM
MD
LG