د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان کډوال له یخه مړه شو


د پښتنو قبایلي سمیو په لکونه خلک دامهال د کډوالۍ ژوند کوي.
د پښتنو قبایلي سمیو په لکونه خلک دامهال د کډوالۍ ژوند کوي.
د خېبر پښتونخواه په ټانک ضلعه کې د سختې يخنۍ له کبله د مسود کډوالو په یوه پنډغالي (کېمپ) کې درې تنه مړه شويدي، او پکې دوه ښځې فالج وهلې دي. د جنوبي وزيرستان مرستيال پولېټېکل ايجنټ نواب خان ساپي هم د دې خبرې پخلی کړی دی.

په دغه پنډغالي کې نژدې ۲۵۰۰۰ کډوال میشت دي چې ډېری یې د جنوبي وزیرستان څخه وراکډه شوي دي.ویل کېږی دوی په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو له لاسه بې کوره شوي دي.په دوی کې یې ډېرو په خپلو کلیو کې پاخه کورنه له لاسه ورکړي او اوس یې ماشومان په کیږدیو کې د ساړه ژمي او تودې ګرمۍ ژوند تېروي.ددغه کډوالو ماشومان او ښځې له بیلا بیلو ناروغیو سره مخامخ دي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې دوی بیا بیا له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی په سیمو کې دې امنیت پرځای شي چې دوی خپلو کلیو او بانډو ته بیرته ستانه شي.

په دوی کې ډېرو یې کښت کرونده او چا خپل له لاسه ورکړی او دا مهال په کیمپونو کې بهرنیو او کورنیو مرستو ته ناست دي.

دوی له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلې چې د خپل وطن غرونه،ځنګلونه او سردرې وریادېږي چې د دوی په خبره هلته به یې مېلې او ساعتیري کول.او اوس په خپل وطن کې د کډوالو په شان ژوند تېروي

بلخوا د پاکستان د شمالي وزيرستان په زياتره برخو کې تر نامالومه نېټې ګرځبندیز لګول شوی دی.

د مشال رېډيو خبريال وايي په شمالي وزيرستان کې د پوځيانو د تګ راتګ په موقع د امنيت ټينګ ساتلو لپاره په ميرام شا ، دته خېل ، تحصيل ګړيوم ، رزمک او د شمالي وزیرستان په نورو سيمو کې ګرځبندیز لګېدلی.

د پولیټکلۍ چارواکو په وينا د دې سيمو په سړکونو به يواځې پوځې قافلې سفر کوي.
XS
SM
MD
LG