د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځینې پښتانه هنرمندان ولې خپل فن ته شا کړي؟


نازیه اقبال نور سندرو ته شا کړه
نازیه اقبال نور سندرو ته شا کړه
ځیني پښتاته سندرغاړي ، هنرمندان او فلمي ستوري ولې دخپل فن نه بیزاره دي ؟ دوی څه وخته پورې کار وکړي ، خدمت وکړي ، نوم وځلوي خو بیا د بیلا بیلو وجوهاتو له امله د فن نړۍ ته شا کړي.

هسې خو د یو شمیر پښتنو هنرمندانو ، شاعرانو ، اداکارانو او نورو کولتوري شخصیتونو له خوا دهنر د نړۍ د پرېښودلو لړۍ له ډیره وخته پیل شوې خو تازه مثال یې د سندرغاړې نازیه اقبال دی چې په دې وروستیو کې یې وویل د سندرو دنیا پریږدي او تبلیغ ته مخه کوي.

نن به په دې موضوعاتو رڼا اچوو چې پښتانه هنرمندان ولې په ژوند کې دداډول حالاتو نه تیریږي ؟ ددې ترشا کوم لاملونه موجود وي او دهنر د نړۍ په داسې وخت کې پرېښودل چې دوی د فن د عروج په زمانه کې وي پښتو هنر ته څه تاوان رسوي.

دخپرونې کوربه نجیب عامر دی او داوریدونکو ترڅنګ ورسره په بحث کې لایق زاده لایق ( شاعر ، لیکوال،کولتوري کارپوه او راډیو پروډیوسر (، عبدالله مقری ( افغان هنرمند ) او نظار یوسف زی ( دکولتوري چارو کارپوه) هم برخه اخلي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG