د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ پاکستان بې ثباته کوي


د پاکستان سپریم کورټ
د پاکستان سپریم کورټ

په امریکايي ورځپاڼې نیو یارک ټایمز کې د خبریال او لیکوال ډیکلن واش مقاله خپره شوې ده چې په کې یې د پاکستان د سترې محکمې یا سپریم کورټ په پراخېدونکي رول بحث کړی دی.

د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په مقاله کې راغلي، یو وخت د پاکستان ججان، چې تورې چوغې یې اغوستې وې، اتلان وو چې د طاقتور پوځي واکمنۍ پر ضد را پاڅېدلي ول، وکیلان او ولسي وګړي به ورسره په قافلو کې روان ول.

خو اوس د پاکستان سپریم کورټ د عدالتي فعالیت کیمپېن پیل کړی دی چې د منتخب ملکي حکومت پر ضد دی او دا یوه داسې قانوني جګړه ده چې ډېر پاکستانیان یې ویرولي چې د هیواد ماتې ډیمو کراسۍ ته تاوان رسوي او د تازه پوځي مداخلې لپاره ور خلاصوي.

خبریال او لیکوال ډیکلن واش لیکي، له ۲۰۰۹ز کال راهیسې د پاکستان مشر جج افتخار محمد چودري داسې ډېر امرونه ورکړي او ډېرې فیصلې یې کړې دي چې په روایتي توګه د حکومت په دایرې کې راځي. مانا دا چې دا کارونه باید حکومت وکړي او عدالت یې باید ونکړي.

لکه عدالت د چیني او تېل و ګیس بیې ټاکلې دي، د نر ښځیانو د حقونو خبره یې کړې، او ان دا چې په کراچۍ کې یې د ګاډو د ټرافیک په اړه هم هدایات ورکړي دي.

د مقالې تر مخې، په دې وروستیو هفتو کې عدالت د مداخلې کچ بلې درجې ته رسولی دی او ځان یې د پوځي او ملکي مشرانو تر منځ د درېیم لوبغاړي په توګه ور داخل کړی دی. او دا کار یې هغه وخت کړی دی چې پاکستان او امریکا، په بیړني ډول په اسلام اباد کې ثبات غواړي ځکه چې دا هیواد له بېلا بېلو خطرو سره مخامخ دی.

په نیو یارک ټایمز ورځپاڼه کې راغلي، په دې تېرو میاشتو کې سپریم کورټ د سیاسي ګډوډۍ په دوو مختلفو معاملو کې لوی خطر اخیستی دی. لکه تېره اوونۍ یې د درغلۍ په لویه معامله کې د هیواد وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د عدالت د سپکاوي په تور ور وغوښت. که په ده دا تور ثابت شي نو نه یواځې به خپله دنده له لاسه ورکړي بلکې زنداني به هم شي.

همدا راز، عدالت د لانجمن لیک په معاملې کې هم د پلټنو کار روان کړی دی چې له کبله یې په واشنګټن کې د اسلام اباد سفیر حسین حقانې په استعفا ورکولو مجبوره شو او اوس یې د حکومت مشران شخصیات له خطر سره مخامخ کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا هر څه د عدالت رول پراخوي او په هیواد کې د ثبات په اړه ویرې پیدا کوي.
XS
SM
MD
LG