د لاسرسي ځای

په شمالي وزیرستان کې د القاعده یو مهم غړی وژل شوی


ډرون الوتکې په وزیرستانونو کې دپټو اورپکو پر وړاندې یوه اغېزمنه درسته.

ډرون الوتکې په وزیرستانونو کې دپټو اورپکو پر وړاندې یوه اغېزمنه درسته.

رایټرز اژانس لیکي په شمالي وزیرستان کې د بې پایلټه الوتکې په وروستي برید کې د القاعده د یو مهم غړي وژل کیدو څرګنده کړه چې د پاکستان او امریکا د استخباراتي مامورینو ترمنځ اړیکه لاهم موجوده ده ، او دا په داسې حال کې ده چې ظاهرا ددواړو خواوو اړیکې د مومندو د پېښې نه پس ښې نه معلومیږي.

اژانس د یو پاکستاني چارواکي له خولې لیکي چې د جنورۍ په لسمه نیټه شوی دا برید ددواړو خواوو د استخباراتي معلوماتو په بنیاد ترحه شوی و. دغه چارواکي د نوم د نه ښکاره کولو په شرط رایټرز اژانس ته ویلي زمونږ استخباراتي ادیکې د سیاسي اړیکو سره توپیر لري.

د جنورۍ د لسمې نیټې د بمبارۍ په ترڅ کې د القاعده غړی اسلم اعوان وژل شوي و. اسلم اعوان د ایبټ اباد وسیدونکی و ، او دا هغه ښار دی چیرته چې اسامه بن لادن هم پټ ژوند تیرولو چې بیا وروسته د دوه زره یوولسم کال د مئي په دویمه نیټه دامریکايي کمانډویانو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

پاکستاني چارواکي داهم ویلي چې بې پایلټه الوتکې دهغو معلوماتو پر اساس بمباري کوي چې دوی یې په قبایلي سیمه کې د خپلو مخبرانو د لارې او یا یې هم د سټلایټ یا د ګرځنده ټیلي فونونو د مکالمو په پټه د اوریدو د لارې ترلاسه کوي.

بل پلو کرسچین ساینس مانتیټر ورځ پاڼه دافغانستان او فرانسې د اړیکو په اړه په یوه مقاله کې لیکي دتیرې جمعې په ورځ د یو افغان سرتیرې په ډزو د څلورو فرانسوي سرتیرو د وژل کیدو نه پس ولس مشر سارکوزي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي فعالیتونو د ودرولو امر کړی او دا دړکه یې هم کړې چې خپل سرتیري به له افغانستانه وباسي.

سرکوزي د فرانسې نړیوال راډیو ته په مرکه کې ویلي موږ د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې د خپلو اتحادیانو سره اوږه په اوږه ولاړ یو خو دا نه شو زغملی چې حتی زموږ یو سرتیری دې هم زموږ د اتحادیانو په ډزو ووژل شي. نوموړي زیاته کړه که دداډول بریدونو مخ نیوی ونه شو نو ممکنه ده دوی دټاکلي مهال ویش نه وړاندې خپل ځواکونه دافغانستان نه وباسي. کرسچين ساینس مانیټر لیکي چې فرانسه په افغانستان کې څه کم څلور زره سرتیري لري او ژمنه یې کړې وه چې دا ځواکونه به د دوه زره څوارلسم کاله پورې په افغانستان کې پاتې کیږي.

ورځپاڼه لیکي که فرانسې دا کار وکړ نو دناټو سازمان به د امنیت په ټینګولو او د ترهګرو په ځپلو کې د ستونزو سره مخامخ شي او ښايي نور هیوادونه به هم د فرانسې په پل پل کیږدي او خپل ځواکونه به دافغانستان نه دټاکلې نیتې نه وړاندې وباسي.
XS
SM
MD
LG