د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان زهرجن بمونه کاروي


پروسږ کال په پېښور کې د یوې چاودنې وروسته یو ټپي شوي ماشوم د پولیس لخوا روغتون ته وړل کېږي.
پروسږ کال په پېښور کې د یوې چاودنې وروسته یو ټپي شوي ماشوم د پولیس لخوا روغتون ته وړل کېږي.
انټر پريس سروس خبري اژانس په خپله يوه مقاله کې ليکې چې په خيبر پښتونخوا او قباييلي سيمو کې وسله وال طالبان په بمي چاودنو کې داسې زهرجن کېميايي مواد ګډوي، چې د بیا بیا درملنې باجود یې زخمیان نه جوړېږي.

مقاله ليکونکې اشفاق يوسفزي د ليډی ريدنګ هسپتال د يو سرجن ډاکټر محمد تهذیب الله له خولي ليکي چې وسله والو طالبانو په دې نزدو کې دغه تاکتیکونه شروع کړي دي او دده په وينا په تیرو دوو کالو کې په ځانمرګو بريدونو او بمي چاؤدنو کې د وژل شویو او زخمي شوي کسانو څهرې دومره زیاتې خرابې وې چې له پیژندګلو وتي وي. ډاکټر تهذيب الله زياتوي چې د ترهګرۍ پدي پیښو کې زخمی شوي خلک د علاج باوجود هم معذوران شي.

انټر پريس سروس خبري اژانس ته په پيښور کې د بمونو خنسا کولو ادارې يو چارواکي خالد خان ويلي دي چې طالبانو خپلو وسله والو ته د بمونو جوړولو لپاره په اردو، پښتو ، عربي او فارسي ژبو کې کتابچي چاپ کړې دي. په دغو کتابچو کې د بم جوړولو او کارولو په اړه مالومات دي.

خالد خان وايي چي د بم جوړولو لپاره بنيادي توکې لکه ميګنيشیم، پوټاشيم او سوډيم په پاکستان کې ښه په اسانه ملاويږي او ددې کتابچو له وجي دوی ښه په اسانه دغه ټول توکي د نورو زهرجنو توکو سره ګډوي چې خلکو ته سخت او لاعلاجه زخمونه واړوي. دی وايي چي په سلو کې ۱۰ فيصد زخميان روغ شي خو د نورو ټولو زخمونه ورځ په ورځ لاپسې خرابېږي او بيا دغه خلک معذوران شي.

خبري اژانس په حيات آباد ميډیکل کمپليکس کې د اخل ۱۵ کلن زخمي عمر علي د ډاکټر جميل انور له خولي ليکي چې هغه په يوه چاؤدنه کې زخمي شوی وو خو ده هغه ټپونه نه جوړيږي او اوس ددغه زخمونو له وجي عمر علي ته سيپتسیميا بيماري لګېدلې ده. او وايي چي دده د رغيدو هيڅ امکان نشته او کېدای شي ۱۵ کلن عمر علي مړ شي.

ډاکټر جميل انور خبري اژانس ته ويلي دي چې د چاودنو زخميان زر تر زره هسپتال ته رسول پکار دي، او که ددوی هسپتال ته رسول اوځنډېږی نو بيا د هغو زهرجنو موادو له وجې چي نن سبا يي طالبان په بمونو کې اچوي ډير زيات امکان دی چې دغه زخميان زيات متاثره کړي.

د پيښور په ليډي ريډنګ هسپتال کې يو بل ډاکټر سراج الدين سيد وايي چې د ۲۰۰۵ کال راهيسې دوی ۱۳۱۹ د بمي چاودنو مريضان په دغه هسپتال کې داخل کړي ول چي پکې ۶۵۰ نه زيا ت بيا وروستو مړه شول.
XS
SM
MD
LG