د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې واورو لارې بندې کړې


خدای نور ناصر- مشال راډيو کوټه

د خالي/شنبې په غرمه د بلوچستان صوبې د مرکزي ښار کوټې په ګډون په يوشمیر نورو سیمو کې چې په کې ډیری پښتني سیمي دي، واوره اورېدلې. د موسمیاتو څانګه وايي په ځينو سیمو کې تر يوه فټ پوري واوره شوېده.

که څه هم ددې سیمو اوسېدونکې د واوري په ورېدو ډېر خوشاله دي خو د همدې واوري له امله ځيني لويي لارې هم د موټرو پر مخ بندې شوېدي. ددې صوبې له چمن سیمې څخه صمدخان نومي تن مشال راډيو ته وویل د خالي په ورځ تر غرمې وروسته د چمن او کوټي تر منځ لویه لاره د کوږک په سیمه کې د ټرافیکو لپاره بنده شوه، چې دده په خبره اوس هم بنده ده.

د کوټې کراچۍ پر لویه لاره ځيني موټر چلوونکو وویل له کوټې بیاتر کراچۍ پوري په دريو سیمو کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي. موټر چلوونکي زیاتوي. په دې لاره د مستونګ په لک پاس سیمه کې، او منګوچر او قلات سیمو په ځينو ځايونو کې د واورې او باران له وجې موټرې د ګنټو ګنټو په ځنډ روانې وي.

که څه هم په کوټه کې د خالي په شپه ناوخته واوره اورېدل بنده شوې . خو ددې صوبې په ځینو برخو کې لا هم واوره اوري.هلته خلک وايي لارې بندې دي یخ زیات دی او بجلۍ هم نشته.
XS
SM
MD
LG