د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له روسیې سره اړیکي پراخوي


ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ - د پاکستان مطبوعات وايي، د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر به د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې سفر کوي، تو ولسمشر دمیتري میدوېدیف به د پاکستان د سفر رسمي بلنه ورکوي.

که چېرې د روسیې ولسمشر د پاکستان بلنه ومني نو دا به لومړی ځل وي چې د روسیې ولسمشر به د پاکستان سفر وکړي.

په اسلام اباد کې د پاکستان پخوانۍ سفارتکار طیب صدیقي وايي له روسیې سره د خرابو اړیکو یو لامل هند وو چې اوس دا وجه نشته:

((د پاکستان او روسیې تر منځ د اړیکو خرابېدو وجه هند وه چې اوس ختمه شوې ده. په نړۍ کې ډېر لوی بدلونونه راغلي دي. نړیوال اتحادونه جوړېږي نو په دې تناظر کې هم کتل په کار دي.))

په پېښور کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز پخواني مشر ډاکتر سرفراز خان له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د پاکستان و روسیې تر منځ د سړو اړیکو پر شا خبرې بیانې کړې.

((د پاکستان و روسیې تر منځ په تاریخي توګه، د جګړې یو بنیاد هم نه وو، تعلقات یواځې یو ځل خراب شوي ول او هغه هم د درېیم هیواد، یانې افغانستان له وجې.))

ډاکتر سرفراز وايي، چې کله له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه ووتل نو بیا د اړیکو د خرابوالي جواز پاتې نه شو.

ډاکتر سرفراز وویل، روسیې له پاکستان سره په بېلا بېلو پروژو کې مرسته کړې ده.

((که چېرې پوټین صاحب یا میدوېدېف صاحب کې یو پاکستان ته راغی)) نو دوه اړخیز اړیکي به ډېر ښه شي.


له روسیې سره د پاکستان د مراسمو خبرې په داسې حال کې کېږي چې د تېر کال د نومبر د میاشتې په ۲۴مه د مومندو پر یوې پوستې د ناټو الوتکو په برید کې پاکستاني پوځیان ووژل شول او تر دې وروسته د امریکا و پاکستان اړیکي چې لا پخوا خراب ول، پسې نور ترینګل شول.
XS
SM
MD
LG