د لاسرسي ځای

ملنګ سندر غاړي ټول عمر په مساپرۍ تېر کړ


ملنګ بابا او د ده باجه د ژوند ملګري دي

ملنګ بابا او د ده باجه د ژوند ملګري دي

باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد - د ملنګ په نوم داسې يو سپين ږيري سندرغاړى، عمريې شاو خوا ۱۰۰ کالونو ته رسېږي او د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې له خپلې يواځينى باجۍ سره له زلميتوبه تر زړښته ګرځېدلى دى.

د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ چې د سپورتي سرګرميو تر څنک ورته خلک په ميله ورځي، د تيرې جمعې په ورځ (د جنورۍ ۲۰مه) ورته دا عمر خوړلى سندرغاړى ورغلى و او په سپين ميدان يې د باجې د لوړ غږ سره په خپل مړژواندې غږ خپله مساپري ژړله.

مسافري دې ډيره وکړه
منګول دې ډګه شه چې ژر راشې مينه



ملنګ سندرغاړى چې د ژوند ټول دارمدار يې په خپلې باجې پورې تړلۍ مشال ريډيو ته وايي چې ټول افغانستان کې ګرځيدلى دى، نن دلته او سبا هلته. له مجبورې ورځې ښار په ښار ګرځي. د همدې بجې له لارې يوه مړى ډوډى پيدا کوي. دى زياتوي چې اولادونه ځکه نه لري چې ښځه يې هم نه ده کړې او ارمان لري چې ناتوانه وجود يې جوړ شي.

له ملنګ هنرمند څخه چې کله د يوې بدلې د ويلو غوښتنه وشوه، هغه په بدل کې له خلکو څخه د خرابات غوښتنه په خوش طبعۍ سره وکړه. او چې کله څو تنو ځوانانو په څو روپيو ونازاوه، د باجې په پردې يې ګوتې کيښودې او شونډې يې په دې بدلې پرانيستې.

ولې دلګير ولاړ يې ياره
واى خونه د بازانو ده
درسره ژر تر ژر د پلار له کوره ځمه
خونه د بازانو ده

له دې سندرغاړي شاه و خوا ګڼ شمير کتوونکي هم ورټول شوي وو، د صبور په نوم يو تن وايي چې د کابل نه جلال آباد ته ميلې ته راغلى ، له ملنګ بابا يې نغمې واوريدې او خوند يې ترې واخيست.

دى زياتوي چې د ژمې په موسم کې ننګرهار ته هر کال راځې او د خوشګوار موسم نه خوند اخلي.

د اميد په نوم يو تن ځوان وايي چې ملنګ بابا چې کومه ساز وغږولو خوند يې ترې واخيست.

دا عمر خوړلى هنرمند چې اوس يې په غاړه کې باجه درنه شوې هم ده د خپل ژوند بوج د باجې په سر او لي اوچتوي.
XS
SM
MD
LG