د لاسرسي ځای

د افغانستان ثبات ته ژمن یو، فرانسه


د فرانسې د دفاع وزیر جېرارد لونګوې

د فرانسې د دفاع وزیر جېرارد لونګوې

کابل - د فرانسې د دفاع وزیر جېرارد لونګوي نن سهار (۲۱ جنوري) کابل ته ورسېد او له هغو ١٢ فرانسوي سرتېرو سره يې هم وکتل چې د جمعې د ورځې په بريد کې ټپيان شوي.

د دغو ټپيانو سرطبيب وويل په دغو سرتېرو کې يې ځينې په بد روغتيايي وضعيت کې دي.

ټاکل شوې د فرانسې د دفاع وزير له افغان ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان الين سره هم خبرې وکړي.

د فرانسې د دفاع وزير ويلي له دې پېښې سره- سره به يې هېواد د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن وي.

وروسته تر هغه چې د جمعې په ورځ يوه افغان سرتېري د کاپيسا په يوه پوځي اډه کې د سپورت پر مهال پر بېوسلې فرانسوي سرتېرو ډزې وکړې، څلور تنه يې ووژل او ١٢ نور يې ټپيان کړل، د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزي خپل دفاع وزير او لوى درستيز اميرالبحر ادوارد جيلاود ته دنده وسپارله چې د دغه بريد په اړه څېړنه او د هغه خطر ارزونه وکړي چې د فرانسې روزونکى ماموريت ورسره په افغانستان کې مخ دى.

د دې وروستۍ پېښې په باب د نړۍ نورو مشرانو هم عکس العملونه ښوولي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن د فرانسې پر هغه اعلان شک څرګند کړ، چې ويلي يې دي، تر دې پېښې وروسته به له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستل ګړندي کړي.

خو د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون ويلي دا په فرانسې پورې اړه لري چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه تر وخت مخکې باسي او که نه.

مېرمن کلينټن د امريکايانو په استازيتوب د وژل شويو فرانسوي سرتېرو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه:

”موږ د څلورو فرانسوي سرتېرو د وژنې پر بد خبر افسوس کوو، دا په افغانستان کې پر فرانسوي سرتېرو دويم بريد دى، او د هغې پېښې په تعقيب کېږي چې د يوې څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ٦ امريکايي سمندري ځواکونه ووژل شول. اجازه راکړئ د ټولو امريکايانو په استازيتوب د دواړو، فرانسوي او امريکايي سرتېرو له کورنيو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړم“

مېرمن کلېنټن په واشنګټن کې د جرمني د بهرنيو چارو له وزير ګيودو ويسترويلي سره تر کتنې وروسته دغه څرګندونې وکړې. ويسترويلي هم پر دې مسئلې خبرې وکړې او ويې ويل له دې پېښې سره- سره به د سولې او پخلاينې لپاره هڅې روانې وي:

”ما په افغانستان کې د فرانسوي او امريکايي سرتېرو د خواشينوونکې وژنې له کبله ټکان وخوړ، زه د جرمني فډرال جمهوريت په استازيتوب د ټولو وژل شويو سرتېرو له کورنيو او خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي او همدردي څرګندوم. خو دا څرګنده ده چې دغه ډول تراژيدي پېښې بايد په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره موږ ماموريت ونه دروي”

په همدې حال کې د استراليا د بهرنيو چارو وزير کيوين راد هم نن په دې باب خپل عکس العمل څرګند کړ او ويې ويل په پاريس کې يې له خپل فرانسوي ساري سره تر خبرو وروسته يې له فرانسې څخه داسې کومه نښه نه ده ليدلې څرګنده کړي فرانسه له افغانستان څخه خپل ځواکونه وختي باسي.

راد له خپل ساري الين ژوپې سره د کتنې لپاره د فرانسې په مرکز پاريس کې دى، ويې ويل څومره چې خبر دى پاريس په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ روان ماموريت ته ژمن دى.

وسلوالو طالبانو نن ادعا وکړه هغه افغان سرتېرى دوى ګمارلى و، چې فرانسوي سرتېري يې ووژل. د طالبانو وياند ذبيح اله مجاهد رويټرز اژانس ته پر ټليفوني ويلي، طالبانو په مهمو پوستونو کې خپل کسان ګمارلي او ځينو ګمارل شويو کسانو خپل ماموريت بشپړ کړى دى.

فرانسه په افغانستان کې ۳۶۰۰ عسکر لري او مخکې یي ویلي وو، چې پوځي ماموریت به یې د ۲۰۱۳ کال په پای ختم شي.

ټاکل شوې د روان ميلادي کال تر وروستيو پورې د فرانسوي ځواکونو شمېر ٣٠٠٠ ته راکم شي او امنيتي مسووليت به افغان ځواکونو ته سپاري، د فرانسې ټول پوځيان به د ٢٠١٤م کال تر پايه له افغانستانه وځي.
XS
SM
MD
LG