د لاسرسي ځای

د ولسمشر استثنا، سپریم کورټ او این آر او


وزیر اعظم ګیلاني عدالت ته د ور تګ پر مهال

وزیر اعظم ګیلاني عدالت ته د ور تګ پر مهال

ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ - په پاکستان کې د حکومت او سپریم کورټ تر منځ د ملي پخلاینې د ارډیننس په مقدمه کې تناو هغه مهال کم شو چې د دې هیواد وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د پنجشنبې (د جنورۍ ۱۹مه) پخپله عدالت ته ورغی.

په سپریم کورټ کې وزیر اعظم خپل دریځ تکرار کړ چې ولسمشر اصف علي زرداري د ایین تر مخې استثنا لري نو ځکه دوی د سویټزرلینډ عدالتونو ته لیک نه استوي.

سپریم کورټ د معاملې اورېدنه د فبرورۍ تر لومړۍ ځنډولې ده.

په اسلام اباد کې د قانوني چارو کار پوه افتخار ګیلاني مشال راډیو ته د دې مقدمې په اړه دوه خبرې په ګوته کړې:

((دوه خبرې کېدای شي. که چېرې ځواب تسلي بخش نه وي نو د توهین نوټس به واپس واخیستل شي. که سپریم کورټ دې نتیجې ته ورسېږي چې نه، توهین شوی دی نو بیا به د مقدمې اورېدنې روانې وي او په دې کې به خامخا وخت لګي.))


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري

ولسمشر زرداري ته د استثنا خبرې په عدالت او رسنیو کې هم راغلي چې په دې بحث روان دی چې ایا زرداري ته ایین دا حق ورکوي هم او که نه.

په پېښور کې د قانوني چارو کار پوه بیرسټر باچا وايي، د لیک په لیکلو کې ولسمشر هیڅ قسمه استثنا نه لري.

((د فوجداري مقدمه یا کار روايي ځانته خبره ده. خط لیکل او په دې کې ورته استثنا شته او که نه، دا بېله خبره ده. زما په خیال د سپریم کورټ [تر] حکم لاندې خط لیکلو کې صدر ته استثنا حاصله نه ده.))


قانون دان افتخار ګیلاني هم دا دریځ لري چې ولسمشر یواځې په فوجداري مقدمو کې استثنا لري.

((نه بالکل غلط ده. استثنا خو دا ده چې [په] پاکستانیو عدالتونو کې به د هغه خلاف فوجداري کار روايي نه کېږي. سپریم کورټ خو د چا خلاف حکم نه دی ورکړی، او یا یې دا ویلي چې د صدر خلاف فوجداري کار روايي وکړئ، او نه یې دا ویلي چې قید [یې] کړئ. نو دا خو بالکل عجیبه شان خبره روانه ده. د استثنا [له] دې مقدمې سره هیڅ تعلق نشته.))

د سپریم کورټ له طرفه د فبرورۍ تر میاشتې د مقدمې اورېدنې له ځنډولو سره دا معامله په لنډ مهالي توګه کراره شوې او که څنګه؟

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو کار پوه روف کلاسره په ځواب کې مشال راډیو ته وویل:


د لانجمن لیک له کبله حسین حقاني دنده له لاسه ورکړه او اوس یې معامله په سپریم کورټ کې روانه ده چې په اړه یې کلاسرا وايي، د منصور اعجاز له راتګ سره به معامله نوره ګرمه شي.

د لانجمن لیک له کبله حسین حقاني دنده له لاسه ورکړه او اوس یې معامله په سپریم کورټ کې روانه ده چې په اړه یې کلاسرا وايي، د منصور اعجاز له راتګ سره به معامله نوره ګرمه شي.

((زه هم دا ګڼم چې په عارضي توګه دا معامله کراره شوې. ځکه چې د پاکستان له میډیا سره دا مسله ده چې دوی په سمدستي توګه نتیجې غواړي. دوی دا خبره په پام کې نه نیسي چې قانوني لار یا تیکنیکي معاملات څه وي. تاسې ولیدل چې دا اوونۍ په سپریم کورټ کې چې څه روان وو هغه په میډیا ښودل کېدل او اوس په را روانه اوونۍ کې د منصور اعجاز او د لانجمن خط معامله به په میډیا کې د بحث موضوع وي. په وقتي توګه د وزیر اعظم، سپریم کورټ او د ولسمشر د استثنا خبرې هېرې کړل شوې دي.))


کارپوه روف کلاسره په خبرو کې زياته کړه چې د واکمن پييلز ګوند په پاليسۍ کې ډېر بدلون راغلی دي. دا ګوند اوس ادارې لکه پوځ او سپريم کورټ خوشاله کول نه غواړي او دوی ته نېغ ځوابونه ورکوي او د دې موخه هم دا ده چې نور په حکومت کې پاتی کېدل نه غواړي.

کلاسره وایي د مخالف نواز ګوند پر ضد سپريم کورټ کې يوه زړه مقدمه راوتلې ده.


کلاسرا وايي د نواز شریف پر ضد به هم سکینډل را ووځي.

کلاسرا وايي د نواز شریف پر ضد به هم سکینډل را ووځي.

((حکومت دا وخت ناکراره نه دي او که چېرې د پيپلز ګوند حکومت ځي نو په دوی به دا تور وي چې د سويټزرلينډ چارواکو ته یې خط نه دی ليکلی. پر زرداري مقدمې نوې نه دي او که چېری د مسلم ليګ مشر نواز شريف د سپريم کورټ لخوا نا اهله کېږی نو په دوی به دا ډېر سنجيده الزام وی چې له آی ایس آی یې پيسې اخيستې وې. نواز ګوند د حکومت پر ضد استمعاله شو او ډېر وروسته دوی ته د دې خبرې احساس وشو. او د دوی پر ضد هم په سپريم کورټ کې سکينډل را وتونکی دی.))


د قانوني او د سياسی چارو کارپوهانو په نظر په وقتي توګه سياسي ماحول کراره شوی، خو په روانو ورځو کې د منصور اعجاز پاکستان ته د راتګ او د فبروری په مياشت کې د اين ار او مقدمې اوريدنه به بيا دا ماحول ګرم کړي.
XS
SM
MD
LG