د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د خبرو د بهیر پوره حال نه وايي، افغان حکومت


افغان حکومت غواړي د سولې د بهیر مشري وکړي او دا خبره یې په بیا بیا کړې هم ده.
افغان حکومت غواړي د سولې د بهیر مشري وکړي او دا خبره یې په بیا بیا کړې هم ده.
بشیر ګواښ، مشال راډیو


پراګ - افغان حکومت وايي امريکا ورسره د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه تفصيلي حال نه شريکوي.

د طالبانو او امريکانو ترمنځ د روانو خبرو په اړه نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغان ولسمشر حامد کرزي د چيف آف سټاف يا د دفتر رييس کريم خرم له خولې ليکلي چې که څه هم امريکا ورته د دې خبرو په اړه وخت په وخت معلومات ورکوي خو تفصيل نشته. کريم خرم ويره ښودلي چې هسې نه امريکا د طالبانو سره کوم پټ تړون ته ورسېږي.


موږ د دې ټولو موضوعاتو په اړه له ډيره وخته راهيسې خبرې کوو. د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی مارک ګراسمن به د افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو په دې هکله خبرې وکړي خو زه دا خبره بيا کوم چې موږ څو څو ځله ويلي دي چې د سولې د بهير مشري بايد افغانان وکړي. (ویکټوریا نولینډ)
د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي تيره اوونۍ د ازادې اروپا ازادۍ راډیو ته ويلي ول چې دا خبرې په درو مرحلو کې کېږي.

ده وویل: ((په دوو لومړيو کې يې افغانان نشته او وروستۍ مرحله بايد د افغانانو په مشرۍ وي.))

تر دې وړاندې که څه هم افغان چارواکو په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستل ستايلي وو خو ويلي يې وو چې په خبرو کې بايد افغانان جوت رول ولري.


په افغانستان کې د حکومت لخوا د سولې د بهیر په نتیجه کې ګڼ شمېر طالبانو وسله ایښې او له ټولنې سره یو ځای شوي دي.
په افغانستان کې د حکومت لخوا د سولې د بهیر په نتیجه کې ګڼ شمېر طالبانو وسله ایښې او له ټولنې سره یو ځای شوي دي.
د افغانستان د ملي ايتلاف په نامه د حامد کرزي د حکومت سياسي مخالفې ډلې مشر، ډاکتر عبدالله عبدالله هم وايي چې د سولې په بهير کې دې د افغانانو ونډه لويه وي خو نوموړي زياته کړه چې دوی له افغانستان څخه د بهر کيدونکو او يا هم شوو خبرو مخالفه دي او بايد چې مذاکرات په هيواد کې دننه وشي اوپه قطر کې د مخالفينو سره د خبرو پلوي نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی، مارک ګراسمن به د افغان چاوراکو سره د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه خبرې کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ويانده ويکټوريا نولينډ ټينګار کوي چې دا خبرې به د افغانانو په مشرۍ وي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره ویکټوریا نولینډ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره ویکټوریا نولینډ
((موږ د دې ټولو موضوعاتو په اړه له ډيره وخته راهيسې خبرې کوو. د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی مارک ګراسمن به د افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو په دې هکله خبرې وکړي خو زه دا خبره بيا کوم چې موږ څو څو ځله ويلي دي چې د سولې د بهير مشري بايد افغانان وکړي. دا چې په دې اړه افغانان څه وايي، مونږ ورته سترګې پر لار يو.))

د افغان ولسمشر کرزي وياند، ايمل فيضي بيا وايي چې مارک ګراسمن ته به دا خبره بيا واضحه کړي چې خبرو کې بايد د افغانانو د مشرۍ د رول خيال وساتل شي او که د سولې په بهير کې د افغانانو ونډه کمه وي نو دا به سمې نتيجې ونه لري.

خو د سياسي چارو څيړونکی اميرشاه کارګر وايي چې که د جګړې د پای ته رسولو او په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو لپاره خبرې د هر چا په مشرۍ کيږي، د هيواد په ګټه دي.
XS
SM
MD
LG