د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د بې وزلو لپاره کمې خرچې شوې دي


د ۲۰۱۰ ز کال د سېلاوونو له کبله په خیبر پښتونخوا کې ډېر زیات خلک غریبان شول. دا ماشوم هم د خیرات ډوډۍ ته په انتظار ناست ژاړي. نوښار، ۲۰۱۰ زکال.
د ۲۰۱۰ ز کال د سېلاوونو له کبله په خیبر پښتونخوا کې ډېر زیات خلک غریبان شول. دا ماشوم هم د خیرات ډوډۍ ته په انتظار ناست ژاړي. نوښار، ۲۰۱۰ زکال.
ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

لیکوال: ډاکتر طاهر پروېز

سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون

د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه دي ایکسپریس ټرېبیون کې د اقتصادي چارو د کار پوه ډاکتر طاهر پروېز یوه مقاله خپره شوې ده. په مقاله کې راغلي، د ترهګرۍ ځپلې صوبې خیبر پښتونخوا د غریب ولس لپاره خرچې د تېرو دوو مالي کالونو په موده کې ډېرې کمې شوې دي.

د پاکستان د پلان جوړونې په کمېشن کې پخوانی مشر اقتصاد پوه ډاکتر طاهر پروېز لیکي، د تېرو دوو مالي کالونو پر مهال خیبر پښتونخوا ته د این ایف سي ایوارډ په ذریعه ډېرې پیسې ورکړل شوې خو به هغو کارونو کمې پیسې لګول شوې دي چې غریب او بې وزله ولس ته یې ګټه رسېږي.

په مقاله کې راغلي، مخکې د صوبې د امن و امان په صورتحال ۱۹،۱ اربه روپۍ لګول شوې وې چې اوس ۱۷،۸ اربه روپیو ته را ښکته شوې دي.

همدا راز، د لومړني تعلیم لپاره د ځانګړو شویو پیسو کچ هم ډېر زیات را غورځېدلی دی او د تېر په نسبت له نیمو زیاتې پیسې کمې شوې دي. مخکې په لومړني تعلیم ۱۵،۲ اربه روپۍ لګول کېدې او اوس دا شمېر ۶،۲ اربه روپۍ دی. همدا راز، د ثانوي تعلیم لپاره هم د پیسو کچ ښکته شوی دی، مخکې دا ۱۶،۳ اربه روپۍ وې او اوس ۸،۹ اربه روپۍ دي.

ډاکتر طاهر پروېز لیکي، د بنیادي صحي سهولیاتو حال هم دې ته ورته دی. د مور او ماشوم د روغتیا لپاره د ځانګړو شویو پیسو مقدار د تېر په نسبت نیم کم شوی دی. د بنیادي صحت لپاره د تېر په نسبت ۳۲ فیصده کمې روپۍ ورکړل شوې دي.

په مقاله کې راغلي، د کلیو د پراختیا او پرمختګ لپاره ورکړل شوې پیسې هم د تېر پرتله ۱۹ فیصده کمې شوې دي.

د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې په دې مقاله کې ډاکتر طاهر پروېز پوښتنه کړې ده چې د غریبانو بنیادي ضروریات نه پوره کېږي نو په خیبر پښتونخوا کې دا پیسې آخر چېرته لاړې؟

دی لیکي، پیسې په نور شیانو خرچې شوې دي. لکه د سړکونو او پلونو د جوړولو لپاره مخکې ۸،۹ اربه روپۍ ورکول کېدی او دا ځل ۱۳،۱ اربه ورکړل شوې دي. همدا راز، د عمومي پوهنتونونو او کالجونو لپاره ۵،۴ اربه روپۍ ورکړل شوې دي چې مخکې دا ۳،۲ اربه روپۍ وې. د پېشه ورانه پوهنتونونو او کالجونو لپاره هم د پیسو کچ له ۳،۱ اربه روپیو ۳،۸ اربه هغو ته رسېدلی دی.

په مقاله کې راغلي، د عمومي روغتونونو خرچې هم زیاتې شوې دي او په زراعت کې هم ډېرې پیسې لګول شوې دي.

مقاله زیاتوي، د خیبر پښتونخوا اقتصادي وضع نه یواځې ترهګرۍ بلکې قدرتي ناورینونو هم ډېره خرابه کړې ده چې د صوبې کاروباري ماحول ته یې زښت زیان رسولی دی او له دې ځایه سرمایه وتلې ده. نو په داسې حال کې داسې ګامونه پورته کول په کار دي چې د خیبر پښتونخوا اقتصاد بیا په پښو ودرول شي او د ولس بې وزلي ختمه کړل شي.
XS
SM
MD
LG