د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مکرم خان د وژنې پر ضد د کوټې د خبریالانو لاریون


په کوټه کې خبریالان د مکرم خان عاطف د وژنې پر ضد احتجاج کوي.
په کوټه کې خبریالان د مکرم خان عاطف د وژنې پر ضد احتجاج کوي.
خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه - د بلوچستان يونین اف جرنلسټس ترسیوري لاندي د کوټي ګڼ شمیر خبریالانو ددې ښار د مطبوعاتي کلب مخې ته لاریون وکړ. خبریالانو په دې لاریون کي د وژل شوي خبریال مکرم خان د وژني غندنه وکړه، او هم يې غوښتنه کول چي دده قاتلینو ته دي سزا ورکړل شي. په کوټه کي د دونیا ټیلویزیون بیوروچیف عرفان سعید د خبریالانو ددې احتجاج په هکله مشال راډيو ته وویل:

((دا احتجاج زموږ اولنۍ احتجاج نه وو. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې خبریالان چي له کومو ستونځو سره مخ دي. دا نوې خبره نه ده. زموږ ننی احتجاج د مومندو د يوه تکړه خبریال مکرم خان د وژني پرضد وو. لکه څنګه چي زموږ ملګرو وویل چي د بلوچستان او خیبرپښتونخوا د خبریالانو چي په نني جمهوري دور کي هم څنګه وژني کېږي. او د هغوي د ږغ د بندولو ملا يې تړلې ده. دا به موږ کله هم قبول نه کړو.))


پر دې سر بېره چي د خبریالانو د نړيوالو اتحاديو پاکستان د خبریالانو لپاره يو خطرناکه هیواد ګرزولی. او ددې هیواد په خیبرپښتونخوا او بلوچستان صوبه کي تر ټولو زیات خبریالان وژل شوي دي. آیا د يوه خبریال له وژني سره به نور خبریال چوپ پاتې شي. ددې پوښتني ځواب بیاهم عرفان سعید راکړ.

((خبریالان چي په صوبه بلوچستان کي دي یاهم په خیبرپښتونخوا کي. په کومو حالاتو کي چي دوي کار کوي. او ددوي د وژلو لړۍ د پخوا په څېر ده. له دې دا مالومېږي چي زموږ خبریالان نه ډارېږي، نه ګهبراوېږي او نه به هم کمزوري کېږي.))

د بلوچستان د خبریالانو د یادي اتحاديې پخوانی مشر عیسا ترین بیا
وايي که څه هم د دوي ډېری خبریالان ملګري د خبریالي په ډګر کي ووژل شول.

خو د ده په خبره يوه پوښتنه چي پخوا وه اوس هم ده چي يو خبریال ولي وژل کېږي. عیسا ترین زیاته کړه:

((خبریال د میسینجر په هیث دی. د هغه کار يواځي او يواځي رښتیا په ګوته کول دي. نو پوښتنه دا پیداکېږي. چي د رښتیاو پرضد څوک دي؟ او يو خبریال ولي وژل کېږي؟))

د امریکا غږ ډیوه راډيو خبریال مکرم خان په پاکستان کي لومړنی خبریال نه دی چې په نښه کېږي.

بلکې د مکرم په څېر يو شمېر نور خبریالان په دې هیواد کي وژل شوي. چي نه خو هم د هغوي قاتلین مالوم شوي، او نه هم يو چا ته ددې سزا ورکړل شوې.
XS
SM
MD
LG