د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار او پېښور کې ځانمرګي بریدونه


د افغانستان په سوهېلي ولايت کندهار کې په يو ځانمرګي بريد کې ۶ کسان ووژل شول. د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي مشال راډيو ته وويل چې دا بريد نن تر غرمې وروسته د کندهار د هوايي ډګر د لويي دروازې مخې ته د امريکايي پوځيانو پر کاروان وشو.

د والي د وياند په وينا وژل شوي ټول کسان ولسي وګړي دي. په کندهار کې په روانه مياشت کې په کندهار کې په بمي چاودنو کې ۱۲ کسان وار له مخه وژل شوي دي.

هلته د هلمند ولايتي چارواکې وايي د چارشنبې په ورځ په دې ولايت کې په دوو بيلو بريدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي وو.

بلخوا دخيبر پښتونخوا په نوښار سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې ۳ پوليس ژوبل شوي دي. د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسېن مشال راډيو ته وويل چې پوليس ته وار د مخه راپور رسېدلی وو چې مشکوکه ځانمرګی بريدګر په يو مسافر بس کې د پېښور پر لور روان دی. کله چې پوليس هغه را کښته کړی نو ځان يې والوزی او درې پوليس يې ژوبل کړل.

په خيبر پښتونخوا کې وخت ناوخته د اورپکو لخوا بمي چاودنې او ځانمرګي بريد ونه تر سره کېږي چې زياتره وخت يې پړه وسله وال طالبان په غاړه اخلي.

XS
SM
MD
LG