د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند په پېښو کې ۱۷ تنه ووژل شو ۲۰ ژوبل


سید شاه سقیم - کندهار

د هلمند ولايت دولتي چارواکي وايي چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې په جلاجلا پېښو کې اولس تنه وژل شوي او تر شلو زيات ټپيان دي .

د چارواکيو په خبره تېره ورځ په کجکي کې ناوخته يو ځانمرګى بريد شوى دى چې له امله يې تر اوسه پورې د پوليسو په ګډون ديارلس تنه وژل شوي او دوه ويشت نور ژوبل دي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي مشال راډيو ته وويل چې په وژلو شويو او ټپي شويو کسانو کې پېنځه تنه پوليس او پاتې نور ټول عام وګړي دي.

احمدي وايي په کجکي کې تر ځانمرګي بريد وروسته په ناد علي کې د ملي امنيت په يو مدير د سړک غاړې بمي چاودنه شوې ده چې له امله يې د ملي امنيت مدير ولي محمد او د هغه درې تنه ساتونکي وژل شوي اويو بل ژوبل دى.

د دواړو پېښو مسوليت وسله والو طالبانو منلى دى .

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي چې دواړو پېښو کې يې دولتي چارواکيو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

په هلمند ولايت کې له تېرو دوو مياشتو راپه دې خوا دا تر ټولو غټې پېښې وې.
XS
SM
MD
LG