د لاسرسي ځای

په شدت پسندي پوهېدل


د طالبانو د تحریکې پاکستان مشر حکیم الله مسود

د طالبانو د تحریکې پاکستان مشر حکیم الله مسود


د پاکستان په انګریزي ورځپاڼه ډان کې ليکوال عرفان اشرف په شدت پسندې د ځان پوهولو تر عنوان لاندې ليکلې مقالې کې دې ته کتنه کړې چې آيا غريبي د د شدت پسندۍ يوازيني وجه ده او که څه نور هم لاملونه هم شته؟

سيد عرفان اشرف په خپله مقاله کې وايې کله چې په سوات کې د مولانا فضل الله په مشري کې شدت پسندی سر راپورته کړ نو د خانانو وژل پيل شو نو دلته دا پوښتنه را پورته شوه چې ايا دا يو فکري عمل دی او که نه شدت پسندي له غريبۍ څخه پیدا کېږي.

دده په وينا ددې پوښتنې لپاره بيا سروې او نوري څيړني وشوې او ځيني سياسي مبصرينو خپل دا دليل ورکول پريښود چې شدت پسندي يواځې او يواځې د جهادي فکر نتيجه ده.

عرفان اشرف په اسلا م آباد کې د شوي يوه کانفرنس حواله ورکوي چې په کې د پایداره ترقي يو کارپوه عابد سلهري وويل چې د خوراک د نشتوالي له خطرې سره مخامخ زياتره سيمي د شدت پسندی ښکار دي خو دده په وينا ځيني نور کارپوهان که څه هم دا دليل نه ردوي خو مني يې هم نه.

په امريکا کې پې ايچ ډي کوونکی فيض الله جان له دې دليل سره پوره اتفاق خو نه کوې البته وايې ،دا سمه ده چې غربت په شدت پسندۍ کې اهم کردار ادا کوي خو دا د شدت پسندۍ انجن نه بلکه يو ډول خوراک دی.

ليکوال وايي شدت پسندي ته د ماتې ورکولو لپاره په انتهاپسندي ځان پوه کول پکار دی.

دی وايې د پاکستان ادارې د انتهاپسندي مرسته کوي، ولس يې حوصله شکني نه کوي، د خلکو محرومی د ددې په زياتوالې کې د ايندنې په توګه کار کوي، دانشواران د انتهاپسندۍ غلطه تشريح کوي او ميډيا يې د رومانونيت په شکل کې وړاندي کوي نو د عرفان اشرف په وينا دا ټولي خبري په پام کې ساتلو سره د شدت پسندي سمه او ژوره جایزه اخستل پکار دی.

د ليکوال په وينا په قبایلي سيمو کې شدت پسندۍ سماجي او انتظامي چوکاټونه مات کړي دي. هلته په لوی شمير کې د نا پوهه ځوانانو موجودګي مستقبل تت کړی دی نو په داسي حال کې پکار ده حکومت خپلو ترجيحاتو ته له سره کتنه وکړي.

ليکوال زياتوي تر څو چې حکومت قبایلو ته د غلامانوپه سترګه ګوري تر هغو به هيڅ ډول اصلاحات کار ونکړي. ددې ترڅنګ شدت پسندي ته د ماتې ورکولو لپاره د ځوانانو د اصلاح په خاطر بايد حکومت عملي ګامونه واخلي.
XS
SM
MD
LG