د لاسرسي ځای

د خبریالانو وژونکي ولې نه په ډاګه کېږي؟


مکرم خان عاطف د چارسدې په شبقدر کې د ۲۰۱۲مکال د جنوري په ۱۷ مه نېټه په جومات کې د لمانځه پر وخت ووژلی

مکرم خان عاطف د چارسدې په شبقدر کې د ۲۰۱۲مکال د جنوري په ۱۷ مه نېټه په جومات کې د لمانځه پر وخت ووژلی


په خيبر پښتونخوا کې دخبريال مکرم خان عاطف د وژني پرضد احتجاج روان دی. په تيرو اوو کلونو کې په قبایلي علاقو او خیبر پښتونخوا کې په مجموعی توګه شپږ ديرش خبریالان وژل شوي په دوی کې تر اوسه وسله والو طالبانو یواځې د مکرم خان عاطف د وژنې پړه پر غاړه اخیستې او د نورو هغو قاتلان لا نه دي په ګوته شوي.

په دې اړه کميشنونه هم جوړ شوي خو پوښتنه دا ده،چې د کميشنونو جوړونه د خبريالانو ژوند ژغورلای شي او که څنګه.

په پاکستان کې د خبريالانوسازمانونوپه دې هم ډير حيرانه دي چې په لسګونو خبريالان وژل شوې خو د حکومت لخوا آن یوازي د دوو خبريالانو په اړه پلټونکې کميشنونه جوړ شوي دي.

د شمالي وزيرستان حیات الله او په پنجاب کې د وژل شوي خبريال سليم شهزاد د وژنو په اړه چې کوم کميشنونونه جوړ شوي هغه لا تر اوسه په داګه شوې هم نه دې. په پيښور کې د خبريالانو د سازمان يو مبارز شميم شاهد وايې د کميشن پلټنو ناهيله کړي دي.

خو د پيښور های کورټ پخوانی جج جسټس محمد اجمل ميا بيا دا دليل ورکوي چې ځيني کميشنونو د ملي ګټو په خاطر نه په ډاګه کېږي البته دی وايې که چرته مسئله له ولسي ګټي سره تړلي وي نو خلکو ته پکار ده په حکومت فشار واچوي.

(( ګوره که کميشن د ولس په ګټه وې نو پکار ده په ډاګه کړل شي.باید وويل شي چې ملزم څوک دی، دا کار چا کړی دی نو بيا هغه ته د سزا ورکولو لپاره اخلاقي ، آيني او قانوني لارې خپلول کېدای شي.په حکومت فشار هم اچول کېدای شي چې کميشن دې د ولس مخی ته راوړی او ملزمانو ته دې سزا هم ورکړي.))

د صحافيانو پر له پسې وژنو د خبريالانو مشران له حکومت دومره ناهيله کړي دي چې د شميم شاهد په وينا دوی اوس له ملګرو ملتونو څخه د مرستې په غوښتنه غور کوي.

هم دا ناهيلي د پاکستان يووتلي خبريال او څيړونکې نصرت جاويد هم لري چې دخبريال تحفظ د هغه په قسمت کې ويني.

((له خبريال سره يواځي دده قسمت مرسته کولای شي بل دده لپاره هيڅ امنيت نشته.ځکه چې د پاکستان رياست خپله کنفيوز دی چې دی له چا سره ملګری دی نو ماته بې له قسمته د صحافي د تحفظ بله لاره نه ښکاري)).

خو په داسي حال کې د خبريالانو مشران له حکومت ناهيلي شوي دي نو پوښتنه داده چې آخر خبريال د ژوند د ژغورولو لپاره بيا هم يو څه نا څه متبادل شته او که څنګه. نصرت جاويد ددې پوښتني په ځواب کې وايې.

‎((ګوره خبريال خو ځان له کاره نشي کتلای، يوازي دومره کولای شي چې ځان په يوه داسې مشکله مرحله کې وا نه چوې چې ستا د وژلو علاوه له هغو سره بله لاره پاتې نشي.ماته بله لاره نه ښکاري پرته له دې چې بلکل صحافت پريښودل شي.))

د صحافيانو د حقونو لپاره د پاکستان او نړيوالو تنظميونو مشران وايې وسله وال او حکومت پکار دی يو خبريال ته د يو فریق نه بلکه بې طرفه کس په سترګه و ګوري چې کار يې رامينځ ته کېدونکې حالات رپورټول دی. ددوی په وينا رياست پکار دی د خبريالانو په ژغورلو کې زيات فعاله کردار و لوبوي.
XS
SM
MD
LG