د لاسرسي ځای

طالب کومندانانوله امریکا سره د خبرو هرکلی کړی


افغانستان: پخواني طالب وسله وال په هرات کې د افغان حکومت د ملي پخلاینې پروګرام لاندې یوې غونډې ته دخپل ځانونو تسلیمېدو لپاره روان دي.۱۷ جنوري ۲۰۱۲

افغانستان: پخواني طالب وسله وال په هرات کې د افغان حکومت د ملي پخلاینې پروګرام لاندې یوې غونډې ته دخپل ځانونو تسلیمېدو لپاره روان دي.۱۷ جنوري ۲۰۱۲


ورځپاڼه ً وال سټریټ ژورنال ً په یوه رپوټ کې لیکي چې په افغانستان کې وسله والو طالبانو له امریکا سره د خبرو اترو پخلی وکړ. د ورځپاڼې په لیکنه ، امریکا او د هغوی ملګري وايي، د یاغیتوب تیت وپرک حالت په کتو سره مهمه دا ده چې طالب مشرتابه تر کومه حده یوه راتلونکې تړون ته غاړه ږدي.

وال سټریټ ژورنال د دې مقالې په پیل کې لیکي چې د افغانستان په یو شمېر ناارامو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو په جګړه کې ښکېلو کومندانان وايي چې دوی په پراخه کچه له امریکا سره د خبرواترو د پیلولو په اړه د خپلو مشرانو د پرېکړو ملاتړ کوي. خو دوی دا هم وویل چې امکان شته چې د دوی ځینې ملګري به د امن کوم تړون رد کړي.

ورځپاڼه د طالبانو د د رژیم د بهرنیو چارو د وزیر مولوي وکیل احمد متوکل چې اوس د یوه تړون د رامنځ ته کولو په هڅو کې لاس لري ، له خولي لیکي چې طالبان یوالی لري خو داسې هم نه ده چې سل په سل کې دې د یوه کس تر واک لاندې وي.

د ورځپاڼې په لیکنه ، امریکا او د هغوی ملګري وايي، د یاغیتوب تیت وپرک حالت په کتو سره مهمه دا ده چې طالب مشرتابه تر کومه حده یوه راتلونکې تړون ته غاړه ږدي.

په کابل کې د نړیوالو ځواکونو یوه لوړپوړي کومندان ورځپاڼې ته ویلي چې پر طالبانو مستقیم نه بلکه غیرمستقیم واک دی چې همدا د باور پر ځای کولو په لړ کې تل ستونزې جوړوي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم وسله والو طالبانو او د هغوی ملګرې ډلې حقاني شبکې د ملا عمر مشرتوب منلی خو یاغیتوب یو منظم او پیلی غورځنګ نه دی. د دې غورځنګ په جګړه کې ښکېل جنګي کسان او ځايي کومندانان کله نا کله د مشرتابه له فرمانونو سره اختلاف ښي.

د افغانستان په ختیځ ولایت ولایت لوګر کې د مولوي دروېش په نامه د وسله والو طالبانو یوه کومندان وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې د هغه په خبره د کرزي په حکومت کې هم داسې کسان شته چې د حکومت لارښوونو ته غاړه نه ږدي.

مولوي دروېش زیاته کړې چې طالبان هم د خلکو یوه ډله ده چې ښه او بد خلک په کې شتون لري. بد هغه په کې لږ دي چې د امن د خبرو په حق کې به نه وي. دی وايي چې مشر یې هر ډول پرېکړه وکړي نو طالبان به ورپسې ځي.

په غزني ولایت کې وسله والو طالبانو ویلي چې په افغعانستان کې هر سړی امن غواړي. او د هغه په خبره د دوی په مشرتابه کې ډېر پوهان خلک شته او دوی باور لري چې هغوی به هیڅ داسې پرېکړه ونه کړي چې د اسلام او افغانستان پر ضد وي.

ورځپاڼه په خوست کې د وسله والو طالبانو د یوه کومندان چې ملا ایوب نومیږي له خولې لیکي چې ملا عمر د دوی لارښود دی او دوی یې پر لار ځي. خو د هغه په خبره که چیري ملا عمر د اسلام پر ضد کومه پرېکړه کوي نو بیا به د دوی مشر نه وي او نه به دوی ورپسې ولاړ شي.

خو په پکتیا ولایت کې د طالبانو یوه ویاند بیا ویلي چې امن په داسې حالت کې د منلو دی چې یو خو اسلامي قوانین پلي کړل شي بل بهرنۍ لاس وهنه نه وي او د هغه په خبره هیڅ یو څوک به پر افغانانو د لویدیځ په شان ولسواکي یا جمهوریت نه تپي.

دې کومندان ویلي آن تر دې چې پر دې سر بېره به هم ځیني اورپکي خپلې وسلې ونه غورزوي. په خاصه توګه حقاني شبکه چې د طالبانو ملګرې ده خو په خپل سر عملیات کوي او د امریکايي چارواکو په وینا د پاکستان له جاسوسي ادارې آی ایس آی سره یې اړیکي دي.

ورځپاڼه په کابل کې د یوه شنونکي مسعود کړوخېل له خولې لیکي چې وسله وال طالبان دې ته د پرمختګ د یوې لارې په توګه ګوري. د هغه په خبره کې چیري دوی له ۲۰۱۴م کاله وروسته په زور واک ترلاسه کړي نو به هیڅ قانوني حېثیت ونه لري او له ټولې نړۍ به یوازې کړل شي نو ځکه هغوی بیا داسې کول نه غواړي.
XS
SM
MD
LG