د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو وژل شوي خبریالان


د ډیوه راډیو خبریال مکرم خان عاطف د ۲۰۱۲م کال په ۱۷م جنوري د ناڅرګندو وسله والو لخوا د چارسدې په شبقدر کې ووژل شو
د ډیوه راډیو خبریال مکرم خان عاطف د ۲۰۱۲م کال په ۱۷م جنوري د ناڅرګندو وسله والو لخوا د چارسدې په شبقدر کې ووژل شو

د صحافت د ازادۍ او د خبریالانو د ساتنې نړۍ والې ټولنې پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له خطرناکو هیوادونو څخه ګرځولی دی.په پاکستان او پتېره په قبایلي سیمو او دغه ډول د پښتونخوا په مالاکنډ ډویژن کې د وسله والو طالبانو له راټوکېدو وروسته ګڼ خبریالانو د وسله والو طالبانو او نورو ناڅرګندو ډلو ټپلو لخوا وژل شوي دي.

او د څېړونکو په خبره په دغه هیواد کې خبریالان نه یوازځې د وسله والو تندلارو ډلو لخوا له دړکو او وژنو سره مخامخیږي بلکې د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو لخوا هم خبریالانو ته په آزاده توگه د خپلې دندې په ترسره کولو کې مشکلات رامنځته کیږي.

له تېرې څه نا څه یوې لسیزې راهسیې په قبایلي سیمو،پښتونخوا د بلوچستان مرکز کوټه کې په هدفي وژنو،ځانمرګو بمي بریدونو ،بمي چادونو او له تېښتې وروسته وژنو کې د یادو سیمو ګڼ خبریالان قرباني شوي دي.

خو دلته مو هڅه کړې چې یوازې د قبایلي سیمو د وژل شويو خبریالانو لیسټ خپور کړو چې په تېره یوه لسیزه کې یې په خپل مسلکي دنده کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.



میرنواب
میرنواب

امیر نواب خبریال اېسوشییېټېډ ټيلي ویژن نیوزاو فرنټیېر پوسټ

وژنه: جنوبي وزیرستان واڼه ۲۰۰۵ کال د فبرورۍ ۵ مه

میر نواب له خپلو نورو خبریالانو ملګرو سره د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې د وسله والو طالبانو او د پاکستاني سرکار ترمنځ د یوه تړون راپور ورکولو لپاره تللی وو ،چې بیرته خپل کور ته د خبریالانو له یوې ډلې سره په لاره وو چې د وسله والو تر برید لاندې راغلو.په دې برید کې میر نواب او یو بل خبریال الله نور ووژل شو او دریم د اژانس فرانس پرېس خبریال انور شاکر ژوبل شوی وو. په هغه ګاډي کې د بي بي سي خبریال دلاورخان وزیر هم سپور وو خو له ښه مرغه له بریده روغ رمټ راوتی وو.

د سپاه اسلام په نامه یوې ډلې ددغه برید پړه پر غاړه اخیستې وه.د ده په وژنه د خبریالانو ټولنې له پاکستاني سرکاره غوښتنه وکړه چې خبریالانو ته دې تحفظ ورکړي.دوی ويلي وو چې پر خبریالانو برید تر سرکاري ولکې لاندې سیمه کې شوی وو او سرکاري ځواکونو د هغه وسله والو موټر ولې ونه نیولی چې پر دوی یې ډزې کړې وې.دوی ددغه برید هراړخیزې پلټنې غوښتنه کړې وه.

په وزیرستانونو کې د ځايي طالبانو او د القاعدې او حقاني ډلې د شتوالي او بیا د پاکستاني پوځ لخوا د اورپکو ضد عملیاتو له کبله دا د خبریالان لپاره ممنوعه سیمه ګرځول شوېده.پر دوی د بیا بیا بریدونو او د اورپکو له خوا د دړکو له وجې هغوی سیمه پرې اېښې او اوس له نورو سیمو راپورونه ورکوي.



الله نور
الله نور

الله نور خبریال خیبر ټي وي

وژنه :جنوبي وزیرستان واڼه ۲۰۰۵م کال د فبرورۍ په ۵ مه نېټه ورباندې برید وشو خو دوه ورځې وروسته یې ساه ورکړه.

الله نور له خپلو نورو خبریالانو ملګرو سره د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې د وسله والو طالبانو او د پاکستاني سرکار ترمنځ د یوه تړون راپور ورکولو لپاره تللی وو ،چې بیرته خپل کور ته د خبریالانو له یوې ډلې سره په لاره وو چې د وسله والو تر برید لاندې راغلو.په دې برید کې الله نور سخت ژوبل شو چې بیا د ۲۰۰۵م کال د فبرورۍ په ۷ مه نېټه یې سا ورکړه. دریم د اژانس فرانس پرېس خبریال انور شاکر ژوبل شوی وو. په هغه ګاډي کې د بي بي سي خبریال دلاورخان وزیر هم سپور وو خو له بریده روغ رمټ راوتی وو.

د سپاه اسلام په نامه یوې ډلې ددغه برید پړه پر غاړه اخیستې وه.د ده په وژنه د خبریالانو ټولنې له پاکستاني سرکاره غوښتنه وکړه چې خبریالانو ته دې تحفظ ورکړي.دوی ويلي وو چې پر خبریالانو برید تر سرکاري ولکې لاندې سیمه کې شوی وو او سرکاري ځواکونو د هغه وسله والو موټر ولې ونه نیولی چې پر دوی یې ډزې کړې وې.دوی ددغه برید هراړخیزې پلټنې غوښتنه کړې وه.

په وزیرستانونو کې د ځايي طالبانو او د القاعدې او حقاني ډلې د شتوالي او بیا د پاکستاني پوځ لخوا د اورپکو ضد عملیاتو له کبله دا د خبریالان لپاره ممنوعه سیمه ګرځېدلې ده.پر دوی د بیا بیا بریدونو او د اورپکو له خوا د دړکو له وجې هغوی سیمه پرې اېښې او اوس له نورو سیمو راپورونه ورکوي.



د حیات الله بچیانو د خپل پلار تصویر اخیستی
د حیات الله بچیانو د خپل پلار تصویر اخیستی

حیا ت الله خان آزاد خبریال

وژنه :د شمالي وزیرستان ،میرام شاه ۲۰۰۶ کال ۱۶ جون


د ۳۲ کلن حیات الله خان مړی د شمالي وزیرستان له میرام شاه سره په یو کلي کې وموندل شو.دی تر دې شپږ میاشتې وړاندې د ۲۰۰۵م کال په ۵ ډسمبر تېښتول شوي وو. دده کشر ورور حسیب الله په مایوسۍ ورته کتل چې ۵ تنه وسلوالو هغه له خپله موټره راکوز کړ او له ځان سره یې یووړ.
د سیمې خبریالانو د خبریالانو ژغورونکې کمېټې CPJ ته وویل چې کله دوی د حیات الله خان مړی وموندلی نو لاسونه یې ترشا تړل شوي وو او مړی یې د کورکمنو غوندې ژړ اوښتی وو او څو ځلي په ډزو ویشتل شوی وو.

تر تېښتولو وړاندې حیات الله خان په ظاهره د هغه امریکايي جوړ توغندي تصویر اېستلی وو چې په میرام شاه کې یې د ۲۰۰۵م کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه یو کور په نښه کړی وو. په هغه برید کې د القاعده یو جګپوړی غړی حمزه ربیعه وژل شوی وو.دغه تصویر د پاکستاني حکومت له هغه څرګندونو سره توپیر درلود چې ویل یې حمزه په خپل کور کې د چونکو توکیو له چولو وژل شوی دی.

لویدیځو رسنیو د حیات الله د اخیستل شوي تصویر پيژندګلو د هېل فایر توغندي په نامه وکړه چې ښايي له ډرون بې پایلټه الوتکې به توغول شوی وي.

د هغه د شپږو میاشتو په تري تم کې حکومت د هغه خپلوانو ته جلا جلا خبرې کولی: چې هلته بندي دی دلته بندي او لنډه دا چې په حکومتي حراست کې دی ژر به خوشی شي.خان د وزیرستان مجاهیدینو وړی وو او بیا به یې ویل چې هغه په راولپنډۍ کې د پاکستان پوځي اډې ته وړل شوی او بیا د کوهاټ هوايي اډې کې بندي کړل شوی دی.

د حیا ت الله کورنۍ ویلي وو په کومو زولنو چې دی تړل شوی وو د هغې استعمال یوازې د پاکستان ځواکمنه استخباراتي اداره آی آېس آی کوي.خو په امریکا کې د پاکستان سفیر محمد علي دراني دا راپورنه رد کړي او زیاته یې کړې یې وه چې دغه زولنې هغه ته په دې موخه یو چا ور اچولې چې حکومت بدنامه کړي.

د هغه د مړینې په اړه د های کورټ د قاضي محمد رضا خان لخوا پلټنې هم وشوې چې رپوټ یې په ډاګه نه کړل شو.




نور حکیم خان
نور حکیم خان

نور حکیم خان خبریال ډیلي پاکستان

د قبایلي خبریالانو د ټولنې مشر
وژنه: باجوړ ۲۰۰۷ کال ۲ جون


نور حکیم خان له پنځو نورو کسانو په باجوړ کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې ووژل شو.نوموړی د یوې قبایلي جرګې لخوا وربلل شوی چې د هغه سرغړونکي د کورړنګول په خپلو سترګو وویني چې یو ځايي ډاکټر یې په موټربم چاودنه کې وژلی وو.

نورحکی خان له ځايي حکومتي چارواکو سر ګډ تللی وو.رپوټونه وايي چې د دوی ګاډۍ په کاروان کې دریم وو او خاص هغه موټر په په نښه شوی دی چې دی پکې سپور وو.


محمد ابراهیم
محمد ابراهیم

محمد ابراهیم خبریال اېکسپرېس ټي وي او ډيلي اېکسپرېس

وژنه: ښار ۲۰۰۸ م کال ۲۲ مې


محمد ابراهیم د باجوړ په ښار کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ووژل شو.هغه د طالبانو له ځايي مشر مولوي محمد عمر سره د مرکې کولو وروسته کور ته په موټر سایکل په لاره وو چې ووژل شو.
رایټرز د یوه ځايي خبریال له خولې کښلي چې وسله والو له نوموړی هغه کیمره هم اخیستې وه چې ده پکې له مولوي عمر سره مرکه کړې وه.باجوړ هم د فاټا جنګځپلې سیمه برخه ده، چې له وسلوالو طالبانو سره پکې د ترهګرۍ ضد جګړه روانه ده.


عظمت علي بنګښ
عظمت علي بنګښ

عظمت علي بنګښ خبریال سماء ټي وي

وژنه: اورکزۍ ۲۰۱۰م کال اپرېل ۱۷ مه نېټه


۳۴ کلن بنګښ هله ووژل شو چې په اورکزو کې د کډوالو پنډغالي کې د خوړو ویشولو پر مهال ځانمرګی برید وشو .نوموړی هلته رپوټولو ته تللی وو.دی د سماء ټي وي دویم خبریال وو چې د رپوټولو پر مهال په ځانمرګي بمي برید کې ووژل شو.

په هغه ځانمرګي برید کې ۴۷ کډوال وژل شوي وو.



مصري خان
مصري خان

مصري خان خبریال اوصاف او مشرق

د هنګو ځايي خبریالانو مشر

وژنه: هنګو ۲۰۱۰ کال ۱۴ سپټمبر


مصري خان هغه مهال ووژل شو چې نوموړی د هنګو پرېس کلب ودانۍ ته په ننوتو وو.د ځايي خبریالانو د رپوټ له مخې دوه تنه وار دمخه د هغه په انتظار د پرېس کلب ودانۍ کې ورته په څار ولاړوو چې کله هغه ورغلی نو بې درېغه یې ډزې ورباندې وکړې او وویې وژلو.نوموړي ۲۰ کاله له بیلا بیلو ورځپاڼو سره د خبریال په توګه کار کړی وو.



عبدالوهاب
عبدالوهاب

عبدالوهاب خبریال ایکسپرېس نیوز

وژنه : غلنۍ ۲۰۱۰م کال ۶ ډسمبر


وهاب او د وقت ټي وي خبریال پرویز خان د هغه ۵۰ تنو له ډلې څخه وو چې په مهمند اجنسۍ کې په غبرګو ځانمرګو بمي بریدونو کې ووژل شول.خبریالانو په غلنۍ کې د ځايي قبایلي مشرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ یوه غونډه رپوټوله چې د پولیس په وردۍ کې د ځانمرګو بریدګرو ښکار شولو. په دغه غونډه کې د اورپکو طالبانو ضد لښکر جوړېدلو.ځايي طالبانو ددغه برید پړه پر غاړه اخیستې وه.

په هغه برید کې سل تنه نور ژوبل شوي ول.



پروېز خان
پروېز خان

پرویز خان خبریال وقت ټي وي

وژنه : غلنۍ ۲۰۱۰م کال ۶ ډسمبر


د وقت ټي وي خبریال پرویز خان د هغه ۵۰ تنو له ډلې څخه وو چې په مهمند اجنسۍ کې په غبرګو ځانمرګو بمي بریدونو کې ووژل شول.خبریالانو په غلنۍ کې د ځايي قبایلي مشرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ یوه غونډه رپوټوله چې د پولیس په وردۍ کې د ځانمرګو بریدګرو ښکار شولو. په دغه غونډه کې د اورپکو طالبانو ضد لښکر جوړېدلو.ځايي طالبانو ددغه برید پړه پر غاړه اخیستې وه.

په هغه برید کې سل تنه نور ژوبل شوي ول.



نصرالله اپرېدی
نصرالله اپرېدی

نصرالله اپرېدی خبریال مشرق

وژنه: ۲۰۱۱ کال د مې ۱۰ مه نېټه


د مشرق ورځپاڼې خبریال نصرالله اپرېدی په پېښورښار کې په خپل موټر کې له یوې بمي چاودنې ووژل شو.نوموړی د قبایلي خبریالانو د ټولنې مشر هم وو.د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د هغه وژنه یوه هدفي هغه وبلله او په دې پېښه یې خپله سخته خواشیني څرګنده کړېوه.پولیس ويلي وو چې په خیبر کې یوه جنګسالار منګل باغ هغه ته دړکې ورکړې وې. د ۲۰۰۶ م کال په مې میاشت د هغه پر کور د دوو لاسي بمونو برید هم شوی وو.خبریالان وايي چې سرکار هغه ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی وو.


مکرم خان
مکرم خان

مکرم خان عاطف خبریال ډيوه راډیو ،دنیا ټي وي

وژنه: شبقدر ۲۰۱۲ کال ۱۷ جنوري



د مومندو په قبایلي سیمه کې د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریال مکرم خان عاطف له خپل کور سره نزدې په یو جومات کې دننه د لمانځه پر مهال د وسله والو په یوه برید کې ووژل شو.

د مکرم خان خپلوان وايي چې هغه له خپل کور سره ورڅېرمه جومات کې لمونځ کولو چې په موټر سایکل سواره دوه پټمخي کسان جومات ته ورننوتل او پر هغه یې ډزې وکړې. نوموړی په ډزو کې په سر لگیدلی وو.

د مکرم خان عاطف ملگري وايي، چې هغه له چاسره شخصي دښمني نه لرله .

د هغه همکاران وايي مکرم خان ته په تیرو وختونو کې د تندلارو له خوا ډرکې ورکړی شوې وې.
XS
SM
MD
LG