د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو نړیوالې ټولنې د مکرم خان عاطف وژنه وغندله


د امريکا ږغ ډيوه راډيو د خبريال مکرم خان عاطف چې اورپکو طالبانو ووژلی.۱۷م جنوري ۲۰۱۲م کال
د امريکا ږغ ډيوه راډيو د خبريال مکرم خان عاطف چې اورپکو طالبانو ووژلی.۱۷م جنوري ۲۰۱۲م کال
احمد شاه اعظمي -پراګ

په پاکستان کې د امريکا ږغ ډيوه راډيو د خبريال مکرم خان عاطف د وژني په اړه د خبريالانو نړيوالو ټولنو غبرګونونه څرګند کړي او د وژني دا پېښه يې په کلکه غندلې ده. دوی له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چي د خبريالانو د ساتني لپاره دي کوټلي ګامونه پورته کړي.

د بېپولې سرحده خبريالانو ټولني په پاکستان کې د امريکا ږغ ډيوه راډيو او د پاکستان اردو ژبي د شخصي ټېلي وژن چېنل دنيا خبريال مکرم خان عاطف وژنه په کلکه غندلې او ويلي، دا يو غمجنه پېښه ده او موږ د نوموړي له کورنۍ او ملګرو سره د زړه له تله غمرازي څرګندوو. پاکستاني چارواکې بايد په هر حال کې د خبريالانو ساتنه وکړي او په ځانګړې توګه د هغو خبريالانو چي له ګواښ سره مخامخ وي او که چيري حکومت داسي ونه کړي نو په حالاتو کې به هيڅ بدلون رانشي.

د قبايلي خبريالانو د ټولني پخواني مشر صفدر داوړ ويلي چي مکرم خان دوولسم قبايلي خبريال دی چي په سيمه کې وژل کېږي.

مکرم خان خپلو ملګرو ته ويلي و چي ځيني وخت هغه ته ټليفونونه کېدل او پر نوموړي فشار راوستل کېدی چي پيښي په څه ډول بيان کړي.

مکرم خان د اورپکو د ګواښونو له کبله وار د مخه لا خپله سيمه مومند اېجنسۍ پرې اېښې وه او شبقدر ته کډوال شوی و خو نوموړی د نهې په ورځ له خپل کور سره نږدې په يو جومات کې د لمانځه پر مهال ووژل شو او وسله والو طالبانو د ده د وژني پړه په خپله غاړه واخسته.

بلخوا د خبريالانو د ساتني کمېټۍ هم دا پيښه په کلکه غندلې او وايي، موږ د خپل ملګري مکرم خان عاطف پر وژنه غمرازي څرګندوو. نوموړي د خپل پلرني ټاټوبي د پرېښېدو سربېره د پاکستان په لا قانونه سيمو کې هيڅ يو محفوظه ځاي پيدا نه کړی ځکه چي دا سيمې د خبريالانو لپاره خطرناکه ګرځېدلي دي. د خبريالانو د ساتني د کمېټۍ د آسيايي څانګي مسول باب ډيټز زياتوي، تر هغه وخته چي د پاکستان حکومت د خبريالانو د وژنو پلټنې نه وي کړي او لاس لرونکې کسان يې د قانون منګلو ته نه وي سپارلي، خبريالان بايد سره يو مټی شي او او د ځان د دفاع لپاره لپاره يو پلان جوړ کړي.

مکرم خان عاطف په روان کال کې لومړی خبريال دی چي ووژل شو. په تيرو دوو کلونو کې پاکستان د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړی هيواد ګرځېدلی و. يوازي په ۲۰۱۱م کال کې په پاکستان کې د بېلا بيلو پيښو په ترڅ کې اووه خبريالان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG