د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پر سیاسي ناندري د ورځپاڼو لیکنه


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په اسلام آباد کې د دفاع کمېټې د غونډې مشري کوي چې پکې د کابینې وزیران او پوځي مشرتابه برخه پکې اخیستې.۱۴م جنوري ۲۰۱۲
د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په اسلام آباد کې د دفاع کمېټې د غونډې مشري کوي چې پکې د کابینې وزیران او پوځي مشرتابه برخه پکې اخیستې.۱۴م جنوري ۲۰۱۲
اکثره نړیوالو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د پاکستان دننه د پوځ ، حکومت او عدالت ترمنځ په راپورته شویو سیاسي ناندرو او ددغو درې واړو قواو په دریځونو بیلابیلې لیکنې خپرې کړي .

ګارډین ورځپاڼه لیکي،په پاکستان کې پوځي کودتاوې حقیقي بڼه لري او یاهم لږترلږه ریښتنې پاتې شوي.

د ډیرو څارونکو په اند داسې ښکاري چې پاکستان د یوې بلې کودتا په درشل کې دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ملکي مشرتابه او پوځ ترمنځ اړیکي کمزوې او په چټکې سره مخ په خرابیدو روانې دي.

پاکستاني پوځ ددې هیواد د ۶۴ کلن تاریخ نیمې نه زیاته برخه واکمن پاتې شوې دې.

ګارډین لیکي، حالات ترهغه څه ډیر کړکیچن دي چی ترسترګو کیږي،په پاکستان کې په مستقیمه توګه د قدرت پر سره یوازې د پوځ او حکومت ترمنځ لانجه نه ده روانه، بلکې دلته نورې ډلې هم شته چې پردغو دواړو لورو اغیز کوي.


اندیپندنټ ورځپاڼه بیا لیکي، د اصف علي زرداري په مشرې د پاکستان حکومت یوخوا د پوځ او له بلې خوا د قضا یا عدالت ترفشار لاندې دې په داسې حال کې چې د ورځپاڼې په باور یوشمیر داسې انګېری چې یوه دودیزه کودتا ممکنه ده او یو شمیر بیا داسې باور کوي چې وزیراعظم به له خپلې دندې استعغا کولو ته اړ کړای شي.

ورځپاڼه لیکي، حکومت په عین وخت کې له پوځ سره یوې تندې جګړې کې ګیرپاتې شوې.

تیره اوونۍ د پاکستان وزیر اعظم د پوځ مشر جنرال پرویز اشفاق کیاني او د استخباراتو مشر جنرال احمد شجاع پاشا عدالت ته د ثبوتونو د سپارلو په برخه کې په غیر اییني کار باندې تورن کړل.

انډیپنډنټ ورځپانه لیکي، چې ډیري په دې باور دي چې پوځ په دې برخه کې په شاه تګ ته خوشحاله دی څو عدالتونه د حکومت د چارو واګې په لاس کې واخلي.

لیکنه زیاتوي چې ، د حکومت او پوځ ترمنځ اړیکې تیر کال پسرلي کې د هغه لیک وروسته خراب شوي چې ویل کیږي د ولسمشر اصف علي زرداري لخوا د امریکا پوځ ته لیږل شوې او پکې د جنرالو د کودتاه ویره او په دې برخه کې د مرستې غوښتنه شوې وه.
پوځ په دې برخه کې د پلټنو غوښتنه وکړه او د پوځ او استخباراتو مشرانو عدالت ته په دې برخه کې خپل بیانونه هم وړاندې کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG