د مومندو په قبایلي سیمه کې د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریال مکرم خان عاطف له خپل کور سره نزدې د وسله والو په یوه برید کې ووژل شو.
د مکرم خان خپلوان وايي چې هغه له خپل کور سره ورڅېرمه جومات کې د لمانځه ورسته کور ته روان وو چې په موټر سایکل سورو دوو پټمخیو کسانو ډزې پرې وکړې. نوموړی په ډزو کې په سر لگیدلی وو.
د مکرم خان عاطف ملگري وايي، چې هغه له چاسره شخصي دښمني نه لرله او په سملاسي توگه د هغه د وژنې پړه پر چا نشي اچولای.
د هغه همکاران وايي مکرم خان ته په تیرو وختونو کې د تندلارو له خوا ډرکې ورکړی شوې وې.
د صحافت د ازادۍ او د خبریالانو د ساتنې نړۍ والې ډلې پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له خطرناکو هیوادونو څخه ګڼي او د څېړونکو په خبره په دغه هیواد کې خبریالان نه یوازځې د وسله والو تندلارو ډلو لخوا له دړکو او وژنو سره مخامخیږي بلکې د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو لخوا هم خبریالانو ته په آزاده توگه د خپلې دندې په ترسره کولو کې مشکلات رامنځته کیږي.
په امریکا کې میشته د صحافتي ازادۍ یوې غیر سرکاري ادارې کمیټۍ ( ټو پروټیکټ جرنلسټیس ) په خپل یوه راپور کې ویلي چې په ٢٠١٠ کال په پاکستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي وو چې په دې بنیاد یې دغه هیواد د خبریالانو لپاره د نړۍ یو د تر ټولو خطرناک گرځولی دی.